11 september

Posted on at






سبا دسیپټمبر ۱۱ ده دا هغه ورځ ده چی په ژوند کی به یی هیره نکړم ! دا ورځ
په امریکاکې څو دنګی ودانۍچې نړیوال سوداګریز مرکز او دامریکاددفاع وزارت (پنټاګون) په نښه شول ډیره جالبه او د افغانستان لپاره سرنوشت جوړونکی او بدبخته ورځ هم وه زه په کابل کی وم دا طالبانو شپی وی د مازدیګر څلور بجی وی چی د امریکا ږغ رادیو می په لنډو څپو اوریدله خبرونه نورمال روان وو چی یو وار ویاند وویل همداوس خبر مو تر لاسه کړ چی یوه الوتکه د پیلوټ د غلطی له امله په نیویارک کی له یوی دنګی ودانۍ سره ول...ګیدله څو شیبی لا تیری نه وی چی یوار بیا یی ویل بله الوتکه ولګیده او ویاند غبرګه کړه چی دا تروریستی بریدونه دی او وروسته تر سهار پوری مو د دیش آنتن چی په هغه وخت کی لیدل یی بند هم وه تر سهاره مو د دی انځورونو ننداره کوله او پر همدی شپه پر کابل د شمالی ټلوالی د هلیکوپټرو هوای برید وشو !



په هماغه شپه تاسو چیرته واست او که کومه جالبه خاطره لری د دی شپی څخه شریک یی کړی !




حملات ۱۱ سپتامبر



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160