تبعیض

Posted on at


تبعیض په مانا د یو اولس غوره بلل د یو بل اولس پروړاندی دی٬ تبعیض به مختلفو مانا ګانو کی راغلی دی٬ چی دانشمندانو ویلی دی چی٬ تبعیض هغه نظریه ده چی د دین٬ آداب او ژبه ترمنځ ځینی فرقونه رامنځ ته کوی چی د یو بل نه خپل ځانونه غوره بولی.

او د اسلام مقدسه دین هم تبعیض رد کوی او ټول مسلمانان یووالی ته دعوت کوی. او غوره په تقوا کی بولی٬ څرنکه چی خدای پاک په قرآن کریم کی ویلی دی: چی هر څو چی دیره تقوا ولری څه نر اوسی او یا هم ښځه د خدای په وړاندی کی ډیر ارزښت لری. او شیطان هم یوازینی تبعیض کونکی وو چی کبر یی خپل ځان ته ونیولو او پر آدم باندی یی لوړتیا وکړله او تکبر یی وکړلو او همداغه وو چی د خدای پاک امر پر وړاندی یی سرپیچی وکړلو چی د خدای پاک له درګاه څخه لری شولو. (ټولو فرشتګانو د خدای امر په خاطر باندی یی آدم علیه السلام ته یی احترام وکړلو٬ مګر شیطان کبر وکړلو او د وویل: زه د اور نه جوړ شوی یم او آدم دخاورو نه) او همداغه وو چی ابلیس لومړۍ تبعیض کونکی وو چی نژادی غوره توب یی پیل کړلو. له همدغی سبب نه دی چی هر څوک پر خپل فرهنګ او نژاد باندی فخر وکړی٬ او خپل ځان د نژاد او فرهنګ په خاطر باندی غوره وبولی د شیطان له یارانو نه دی.

او همداغه تبعیض وو چی نړی یی د جګړی میدان را راوستلو او میلیونونه خلک یی ووژل. که موږ د نړی تاریخ ته وګورو د بدبختی عوامل هماغه تبعیض وو او دی. د مثال په توکه په جنوبی آفریقا کی بومیانو څومره ظلمونه د سپین نژاد نه ونه لیدلو. او هم د نازی رژیم چی د هیتلری رهبری لاس لاندی وو څومره جنایاتونه یی د اروپا پر خلکو ونکړلو او میلیونه یهودیان یی د یهودیت په خاطر باندی وسوځول او مړه یی کړی.

او همدغه ډول باندی زموږ په ګران هیواد افغانستان کی کالونه کیږی چی په دغه حالت کی زرګونه خلک وژل شوی دی او وژل کیږی. او افغانستان یی ګډوډ کړی دی. چی مختلفه هیوادونه د افغانستان همداغه حالت نه په مختلفو سیاسی٬ فرهنګی٬ اجتماعی ډولونو باندی خپل ګټی اخلی. او د افغانستان خلک یی په مختلفو پښتون٬ تاجیک٬ هزاره٬ ازبک او نورو نومونو باندی په جنګ اچولی دی. چی له بده مرغه زموږ هزاره اولس څومره ظلمونه یی په افغانستان کی ونه لیدل او د هغوی نه په کامله توکه حق او حقوق یی ونیول شولو او څومره بی رحمانه ظلمونو ورباندی وشول. مګر هیڅ چا د دغه ظلمانو لاس یی ونه نیولو او هیڅ یی هم ورته نه ویل.

د حال لاری د تبعیض په وړاندی٫ تبعیض یوازی د پوهانو فکر په اجرا کولو او د بشر حقوق نړیواله اطلاعیه باندی نه حال کیږی٬ مګر د تاریخی واقعیتونو پر اساس باندی٬ د بشر نجات لاری د تبعیض نه٬ د اخلاقی مفاهیمو ژوندی کول٬ او د انسانی حقوق ارزشت دی او د مبارزی حال لاره د تبعیض پر وړاندی٬ د انسان اصل هویت ژوند کول٬ د دین او خدای په قالب کی دی.

او راشی چی موږ او تاسو هم د تبعیض پر وړاندی په اجتماعی رسانو کی کار وکړو او دغه بد نوم د ځمکی نه لری کړو په خاصه توکه د ګران هیواد افغانستان نه٬ ترڅو چی تولو موږ او تاسو د یو بیرق لاندی ژوند وکړی.

مهربانی وکړی زما د انکس فلم اوسنۍ او مختنۍ مقالی په لاندی لینک کی وګوری: http://www.filmannex.com/Enayatullah

 

 



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160