د زړونو پادشاه٬ احمد ظاهر

Posted on at


احمد ظاهر د عبدالظاهر زوی٬ چی د ۱۳۲۵ لمریز کال د غبرغولی میاشت ۲۴ام ورځ کی په لغمان ولایت کی زیږیدلی دی. چی دوه اولاونه یوه شبنم او بل یی هم احمد رشاد دی چی اوس مهال هم احمد رشاد یو د افغانستان ښو سندرغاړو نه دی.


احمد ظاهر سندرغاړتوب یی د ښوونځی له دوری نه پیل کړی دی او لومړنۍ سندره یی (آخر ای دریا) ده چی د کابل په حبیبیه لیسه کی یی ویلی ده. هغو وروسته د خپل استعداد ښودلو نه په سندرغاړتوب کی د افغانستان راډیو کی یی ځینی پروګرمونه تر سره کول.



احمد ظاهر وروسته د خپل زده کړو خلاصیدلو نه هندوستان ته ولاړلو تر څو چی خپلی زده کړی د سندرغاړتوب برخه کی پیل کړی. د هغو غږ د سندرغاړتوب له لاری د پلار نه یی هم چی د هماغه وخت د افغانستان صدراعظم وو پورته ولاړلو. د هغو نامتووالی دومره د خلکو په ژبو باندی ناسته وه او دی چی د افغانستان خلک تر اوسه فکر کی چی احمد ظاهر تر اوسه غوره سندرغاړی دی. 


هغو په ۱۳۵۱لمریز کال یی د افغانستان غوره سندرغاړی لقب یی تر لاسه کړلو.


احمد ظاهر ډیر کوښښ کولو ترڅو چی په خپلو سندرو کی د ښو٬ ښکلو او غوره شعرونو نه کار واخلی او له همدی کبله٬ د هغو مینه د حافظ٬ سعدی٬ مولانا جلال الدین بلخی٬ استاد خلیل الله خلیلی٬ فروغ فرهزاد٬ بیدل٬ خیام او نورو فارسی غوره شاعرانو سره وو.  


احمد ظاهر په پښتو٬ فارسی او انګریزی ژبه یی سندری ویلی دی.


د احمد ظاهر نه ډیر سندری پر ځای پاتی شوی دی چی په څلورو آلبومو کی ځای پر ځای شوی دی او په صوتی توکه باندی په بازار کی خرڅول کیږی. د احمد ظاهر نه فقط دوه ویډیویی سندری پاتی شوی دی او نوری ټولی سندری یی صوتی دی او ځینی نوری سندری یی د همدغه دوه ویډیویی سندرو نه ډکی کیږی.


احمد ظاهر یوازی نه چی په افغانستان کی مینه وال لری مګر تاجیکستان, ایران او پاکستان کی هم خپل خاص مینه والان لری. دغه مینه په تاجیکستان کی تر ټولو نه دیره لیدل کیږی او د هغو سندری تر اوسه د غوره سندرو نه هلته ګڼل کیږی؟.


 


احمد ظاهر یو زوړ نوم په افغانستان کی نه دی او د هغو سندری تر اوسه خپل خاص مینه والان په افغانستان او نړی کی لری. احمد ظاهر د افغانستان غوره سندرغاړی نه وو چی  د کابل سالنګو کی د ۱۹۷۹ میلادی د جون میاشت ۱۴مه ورځ باندی په ۳۳ عمرو کی د ګاډی حادثی له کبله  مړ شولو. او د کابل ښار شهدای صالحینو کی خاورو ته وسپاړل شولو.



مننه


:ګرانو لوستکو


زما د انکس فلم نویو او زړو مقالو لوستلو لپاره کولی شی په لاندی لینک باندی ټک ووهی: http://www.filmannex.com/Enayatullah 



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160