دالکترونیکي شیطانانو څخه دخپلو ماشومانو دساتلو قوانین

Posted on at


دالکترونیکي شیطانانو څخه دخپلو ماشومانو دساتلو قوانین


لیکنه: د.جاسم المطوع


ژباړه: عزت الله ایمان


یوه دوست مې راته وویل چې اوړی راغی، او  ماشومان دګرمۍ‎ په رخصتیانو کې دي، څلور اولادونه مې دي، اوټول تنکي ځوانان دي، هر یو په آیپاډ، کمپیوټر او مبایل کې انټرنټ ته لاسرسی لري، که منع کوم هم مې زړه نه کیږي، ځکه له دغې لارې زیات معلومات لاسته راځي، او ښه ساتیري هم ده، اوکه یې نه منع کوم نو هم مې زړه نه مني، ځکه انټرنت دفساد مرکز هم ده، اوس ته راته علمي مشوره راکړه، چې زه څه وکړم؟


ماورته وویل ستا موضوع دخپلې سادګۍ سره سره، ډیره ستونځمنه هم ده، زه به بیاهم درته ۱۴ قوانین بیان کړم چې په لمړیو ۷ کې خپل ماشومان دانترنټ شرڅخه پرې ساتلی شې، او په دویمو ۷ کې، په مور او پلار لازمه ده، چې دغ قوانین په خپلو اولادونو پلي کړي:


لمړني ۷:


لمړی: خپل اولادونه په دې وپوهوي چې هرهغه څه چې په نټ کې ګوري، ټول ریښتیا نه دي او زیاتره یې درواغ دي.


دویم: خپل اولادونه په دې وپوهوی چې دهرچا دملګرتیا غوښتنه( فرینډریکویسټ) ونه مني ترڅو چې پوره یې ونه پیژني، حتی دخپل هغه ملګري چې په پوره ډول یې نه پیژني دملګرتیا غوښتنه (فرینډ ریکویسټ) هم مه منئ.


دریم: ویې پوهوی، چې خپل ځانګړي مالومات مه شریکوئ، ځانګړي مالومات لکه دخپل مبایل شمیره، بانکي اکاونټ، اویاهم دخپل کور شخصي مالومات او انځورونه.


څلورم: کیدی شي ددوی په ایمیل پتو، داسې لینکونه راشي چې دوی یې نه پیژني، نو په هغه دې کلیک نه کوي.


پنځم: له نټ څخه دې هیڅ شی نه پلوري، ترڅو تاسو سره مشوره ونکړي.


شپږم: که کوم انټرنیټي دوست دلیدلو یاملاقات غوښتنه ورڅخه کړې وي، ترهغو چې تاسو سره مشوره ونکړي نه دې ورسره ګوري.


اووم: خپل ماشومان وپوهوی، چې په (ګوګل کې دساتنې دمرکز) یا (Google family safety ) ویډیو وګوري، ترڅو دپه هغو چلونو او بانو چې په نټ کې شته پوه شي. او ځان ورڅخه وساتي.


دویم ۷ قوانین:


لمړی: خپل اولادونه له نټ څخه مه منع کوئ، ځکه نټ نن سبا داساسي توکو څخه شمېرل کیږي، خو خپل قوانین ورته روښانه کړئ.


دویم: خپلو اولادو ته اجازه مه ورکوئ، چې دشپې ناوخته دنټ څخه ګټه واخلي، ځکه دغه وخت دانټرنټي شیطانانو وخت ده، او کله چې شپه ناوخته شوه دانټرنټ لاین بند کړئ.


دریم: دخپلو اولادونو په کمپیوټرونو او آیپاډونو او مبایلونو کې، دساتنې او محافظت پروګرامونه انسټال کړئ، ترڅو دبې ادبو سایټونو خلاصولو ته لاسرسئ ونه لري.


څلورم: دخپلو اولادنو سره په وضاحت او نیکه لهجه خبرې وکړئ، او داخلاقي او جنسي انحرافاتو له بدیو څخه یې خبر کړئ، ترڅو چې هر شی ګوري تاسو خبر کړي.


پنځم: دخپلو بچیانو اکاونټونه مو د( Social networking) سره وصل او وڅارئ، ترڅو درته مالومه شي له چا سره اړیکې لري، او کوم سایټونه خلاصوي.


شپږم: کله چې ستا زوی دخپل یو ملګري دمشکل دحل کولو کوښښ کوي، نو ته یې نور هم وهڅوه ترڅو دا روحیه یې قوي شي.


اووم: دخپلو اولادو ته، دنټ له لارې دبانکي حسابونو، دپروګرامونو اخیستلو، توکو اخیستلو، او بریښنالیک په اړه پوره مالومات ورکړئ، او په ستونځو، او چلونو یې وپوهوئ، که تاسو خپله په دې هکله مالومات نه لرئ، نو داسې یو چاسره ناسته دایره کړئ، چې پوهیږي، ترڅو ستاسو اولادنه وپوهوي.


 


 



About the author

160