متلونه هغه په تول درنی اوپښی خبری دي چی دویونکی له خوا دخبرودلنډيز لپاره استعمالیږي خو مفهوم یی ډیر لوړ وي
متلونه چی په هره ژبه کی خورا ډیر زیات دي او هر متل خپل ځان ته د ویلو یا استعمال ځای لري .پښتو ژبه هم له هغه ژبو څخه ده چی په پراخه اندازه متلونه پکی موجود دي چی پښتو ژبه یی نوره هم غني کړې ده
په پښتو ژبه کی هر متل ځانله ځای لري یعنی په خپل ځانګړي وخت کی استعمالیږي او په اوریدونکی باندی خپل تاثیر لري هغه تاثیر چی شاید عادی خبری یی ونلري .
ځينی مشهور متلونه چی په پښتوکی زیات استعمالیږي په لاندی ډول سره دي
۱-خپله ژبه هم کلا ده هم بلا
دغه متل څخه په پښتو ژبه کی هغه وخت ډيره زیاته استفاده کیږي کله چی یو څوک له خپلی ژبی سره پام نه کوياو خپله ژبه په داسی ډول وکاروي چی بیرته شخص ته تری ضررورسیږی همدارنګه که پدی متل کی پروت مفهوم ته وکتل شي نو دمفهوم ارزښت یی له تورو څخه ډير زیات دی
دتل لپاره باید ژبه په نیکو خبرو سره وکارول شي ځکه همداژبه ده چی په ټولنه کی دیو انسان عزت لوړوي اوټیټوي یی که چیری مونږ همیشه له خلکو سره په نرمۍ سره خبری وکوو نوبی له شکه چی ډير زیات دوستان به مو پیداکړي وي خو که مونږ چیری خپله ژبه په بی فکرسره وکاروو او دخپلو خبرو خیال ونه ساتو نو بی له شکه چی ټول دوستان مو له لاسه ورکړي وي چی داوخت کی مونږته خپله ژبه بلا ګرځي
۲-ژرنده که دپلار ده هم په وارده
دامتل هم دهغو خلکو لپاره استعمالیږي چی همیش غواړي هردنورو کسانو نوبت ونیسي
۳-دیوه لاس څخه ټک نه خیژي
۴- په یوه ګل نه پسرلی کیږي
پورتني دواړه متلونه تقریبا یوه معنی ورکوي یعنی دواړه دوحدت او همپالنی لپاره استعمالیږي یو کس په یواځي ډول نشي کولای چی ډلییز کار سرته ورسوي همدارنګه په کومه اندازه چی یوه ډله خلک کار سرته رسوي یو کس په یواځي ځان دداسی کارونو له سرته رسولو څخه عاجزدی