د افغانستان راتلونکه او د ۹۳ کال ټاکنۍ

Posted on at


نن د هیواد ګوښه ګوښه ځآیونو کی بحث د ټآکنو نتجی نه دی. په دولتی ادارتو٬ ښوونځیو٬ دولتی اداراتو او بازار کی خلک متفاوته نظرونه د کاندیدانو په اړه لری او د هغو نه خپل ملاتړ اعلان کوی. او هم زموږ د هیواد ځینی مخلفته خلک په خپل دنده او غریبی باندی بوخت دی او په دغه اړه باندی کومه ځانکړی نظر نه لری.


یو سوال د خلک تک تک سوچ کی د کرځونی په حال کی دی چی څوک به د هیواد ریس جمهور شی او ډیر رایه به کوم نوماته خپل ځآن ته ونیسی.


ځینی مختلفه ګروهان د پرده شا ته٬ ځینی قانونی او غیر قانونی کارونه تر سره کوی ترڅو چی د زړه خوښی نوماند یی بریالی شی. مختلفه تبلیغونه٬ وعدی او پیغامو د ټولنۍ مختفلفه اقشارو ته ورکول کیږی. یو شمېر ډير یی پر هغوی باندی هیه لری او ۹۳ کال د هیواد لپاره یو ښه کال بولی. ځوانانو ټآکنیز کمپاینونه یی په ډيره مینه او شوق باندی پای ته ورسول حتی په ناامنه ولایاتو کی یی خپل کمپاینونه ورسول٬ ترڅو چی د خپلی زړه خوښی نوماند د ریاست جمهوری چوکی باندی کښینوی.



د هیواد راتلونه هیڅ مالومه نه ده ځکه چی افغانستان په یو ډیر سخت آزموینه کی دی.


طبعا د افغانستان ټول هیوادوال د سولی او دایمی امنیت غوښتونکی دی یعنی په کامله توکه باندی د جګړی او فساد نه ستړی شوی دی په ځآنکړی توکه باندی د فساد نه٬ چی د هر خوا نه ټولو هیوادوالو ته یی ستونزی پیدا کړی دی. دغه فساد د ریاست جمهور چوکی ته رسیږی چی څرنکه د دغه ناوړه امر سره مقابله وکړی٬ مګر بیا هم تیر د دغه خبرو نه ټول خلک د ښی راتلونکی غوښتونکی دی.


انیشتین٬ یونانی دانشمند وایی: (تل هغه خلک چی د یو کار په اړه په خپل ژوند کی کوم قدم اخلی باید د هغو په اړه مثبته فکر وکړی٬ او هیڅ ډول ډار د خپل ځآن لپاره پیدا نکړی.) هماغه ډول چی تجربی ثابت کړی ده خلک د ۲۰۱۴ کال نه په ډار وو او په دی فکر باندی وو چی د دغه کال پیل کیدلو سره د شورشیان به په دغه هیواد باندید حمله وکړی او په ملی اردو باندی یی باور نه درلودلو٬ مګر اوس موږ ته ثابته شولو چی موږ کولی شو په هر وخت کی په آسانه توکه باندی ژوند وکړو.



زه غواړم ټول ځوانانو٬ وړوکو او لویانو ته د نیکمرغه نوید ورکړم٬ د هیڅ ډول ډار نه مه ډاریږی که موږ اوسنۍ افغانستان د لس کاله مخته افغانستان سره مقایسه کړو پوه به شو چی موږ او د لس کاله مخته پوری دوه برابره پرمختک کړی دی او موږ به په راتلونکه کی یو خپلواکه او لوړ افغانستان ولرو. د مظلوم او ستم لیدونکی لوړتیا په هیله باندی.



تر هغه وخته پوری چی یو افغان ژوند دی٬ افغانستان ژوندی دی.


زما د انکس فلم اوسنۍ او مختنی مطالبو لوستلو لپآره کولی شی په لاندی لینک باندی ټک ووهی:


http://www.filmannex.com/herat-womensannex



About the author

herat-womensannex

Herat Digital Citizen Fund is subpart ofDigital Citizen Fund based in NYC. Digital Citizen Fund.com is a blogging and film platform that empowers the women and children of Central Asia with a "pay for content" model where bloggers and filmmakers get paid based on their Buzz (performance) Score. Monthly payouts…

Subscribe 0
160