زموږ د هیواد کرنیز محصولات او د هغی ګټی

Posted on at


زموږ د هیواد کرنیز محصولات او د هغی ګټی
زموږ د هیواد افغانستان کرنیز محصولاتو کی میوه جات ، سبزی جات او حبوبات شاملیږی چی د افغانستان زیاتره خلک په کرنه باندی بوخت دی هغه شیان چی زموږ د هیواد بزګران یی کری عبارت دی له : غنم ، وریجی ، حبوبات ،سبزی جات او میوه جات دی ددی تر څنګ ځینی ډیره قیمتی ګیاهی هم کرل کیږی د مثال په توګه (زعفران


) .
زعفران : چی زموږ د هیواد په شمال لودیځو سیمو کی او د هرات ، فراه او ځینو نورو ولایتونو کی ډیر زیات حاصلات لری چی د اعصابو په تقویه او آرامتیا کی مهمه ونډه لری چی خلک ور څخه په ډیره اندازه ګټه اخلی


.
ددی تر څنګ زموږ د هیواد میوی ځانګړی خوند لری چی هر ولایت د هغو د اقلیم په سبب خاصی میوی لری لکه :
مڼی :چی زیاتره د وردګو په ولایت کی دی چی د زړه د تقویی لپاره ډیره مفیدی دی


.
انار : چی زیاتره د کندهار په ولایت کی دی چی د کم خونی لپاره ډیر مفید دی


.
د ستروس و کورنی میوی : زیاتره د لغمان ،ننګرهار په ولایتونو کی دی چی د اوریو د ساتنی لپاره او د بدن د مقاومت لپاره اړین دی .
کیله: زیاتره په ګرمسرو ولایتونو کی دی چی د بدن د سیستمونو په کنټرول کی مهمه برخه اخلی.
ددی تر څنګ چی تازه میوی د ویټامینونو او پروټینونو سرچینه ده او زموږ په هیواد کی ډیر حاصلات لری یعنی وچی میوی دی لکه : چار مغز، بادام ، پسته او داسی نور دی چی زیاتره په پکتیا ، پکتیکا او خوست په ولایتونو کی یی ځنګلونه او باغونه شته .
حبوبات هم له مهمو محصولاتو او خوړږ څخه دی چی په هغه جمله کی نخود ، لوبیا ،مشنګ او غلی دانی دی چی د هیواد په ټولو ولایتونو کی کرل کیږی چی د هډوکو او غاښونو په جوړښت کی مهمه ونډه لری ددی ترڅنګ د انسان په وده او انکشاف کی ډیره مهمه ونډه لری .
ددی تر څنګ سابه هم دی چی د پروټینونو او ویټامینونو زیرمه ده یعنی ګلپی ، باټینګر، کچالو ، پالک ، تور بانجان ، شلغم ، ټنډی، کدو او ترکاری باب دی او داسی نور دی چی تر ټولو زیاته ګټه انسان ته لری چی د اعصابو په تقویه کی د پوستکی په سلامتیا او د وینی په جریان کی مهمه ونډه لری


.



About the author

160