په انیکس فیلم کې فیلم جوړونه

Posted on at

This post is also available in:

فیلم انیکس فیلم جوړونکو ته  په خپلو انټرنټي ټلویزیونونو کې د تبلیغاتو په واسطه د لاس ته راوړي عاید په اساس مزد ورکوي. عایدات د یو نمره ورکونکي سیسټم په اساس دي، چې فیلم انکس یې د BuzzScore  په نوم یادوي، دا سیسټم په تاسې کې د ټولنیزو رسنیو د اوزار سره د مخاطبینو د تعامل توان او د نفوذ کچه محاسبه کوي.

انیکس فیلم ټولو فیلمونو ته چې د مطلب جوړونکو له خوا په مسلکي توګه جوړ شوي وي هرکلی وایي. د مسلکي توب نه زمونږ موخه د هغه فیلمونو پر خلاف ده چې د یو عادي کارونکې له خوا جوړېږي. زمونږ د پروګرام لیکونکو ټیم ټول وړاندې شوي فیلمونه څېړي. که څه هم چې مونږ پوره نقد کونکي نه یو، خو بیا هم هغه فیلمونه خوښوو چې ښه ثبت، ښه Edit او اعلی فیلم نامه ولري. د یو فاکتور کریدیت حتمي دی. اصلي پوسترونه او ښه لنډیزونه یو فیلم ته د قوي په زړه پورې پروفایل د جوړېدو لامل ګرځي.

له هغه ځایه چې د فیلم اږدوالی (موده مهمه ده، مونږ ټول لنډ او ځانګړي فیلمونه منلي دي. سربېره پر مکملو فیلمونو، مونږ مصاحبو، تریلرونو، فکري لوبو او انتخابي صحنو ته هم هرکلی وایو. هغه فیلم جوړونکي چې د تیاتر در کارونو پسې دې او یا غواړي چې فیلم فیسټوال ته ولېږي لازمه نه ده چې ټول فیلم آپلوډ کړي، بلکه کولای شي چې لنډ تبلیغاتي مطالب د غونډې د جوړولو او د فیلم په اړه خبرتیا لپاره آپلوډ کړي. ښه تبلیغاتي ستراتیژي مخکې د فیلم د راوتلو نه کولای شي چې په آنلاین ډول یا په تیاتر کې د نه منلو عاید او هرکلی لاس ته راوړي

د کیفیت له نظره، مونږ دا توصیه کوو چې ستاسې د آپلوډ کیفیت 720p HD اوسې ترڅو مونږ وکولای شو هغه په ښکته او پورته حالتونو نمایش ته کېږدو.

که تاسې مطلب جوړونکې نه یاست او اصلي مطالب د آپلوډ لپاره نه لری، کولای شی زمونږ د خلاص فیلم بانک ته مراجعه وکړی او د ویډیوګانو زیاتول خپل انټرنټي ټلویزیون کې ور زیات کړی. زمونږ د خلاص فیلم بانک په زرګونو ټولنیز او عام فیلمونه وړاندې کوي، له دې جملې غوره کلاسیک آثارد چاپلین او هیچکاک له بېلګو نه، همدا شان د هغه فیلم جوړونکو فیلمونه چې د څرګندېدو په حال کې دي چې د یو شان برخې اسناد لري او داسې نور. بیا هم که تاسې د فیلم جوړونکو د کار پلویان یاست، کولای شی له هغوی اجازه واخلی او فیلمونه یې په خپلو کانالونو کې ور زیات کړی.

په انیکس فیلم کې د خپل فیلم د اپلوډ نه وروسته، که غواړی چې ستاسې فیلم د د فیلم انکس غوره کړي فیلمونو برخه شي نو زمونږ ټیم سره په info@filmannex.com اړیکه ونیسئ. دا کار ستاسې مطلب ډېر د لیدو وړ ګرځوي او ستاسې سره مرسته کوي چې خپل عاید لوړ کړی. سربېره پر دې، په ټولنیزو شبکو لکه فیس بوک، ټوییټر او Google+ کې خپل د فیلم د لینک ګډون ته ایښودل مه هېروئ. شبکه ای کېدل د عاید د لوړېدو او ښه پرمختګ لامل ګرځي.

د ګډون ته ایښودلو یا شریکولو په اړه لا ډېرو معلوماتو لپاره دې برخې ته مراجعه وکړئ.

 



About the author

HerayFarzan

I am a founding partner of Afghan Citadel Software Company (ACSC). I graduated from Enqalab High School of Herat in 2007 and was admitted to computer science faculty of Herat University in 2008. I graduated from computer science faculty of Herat University in 2011. Currently, I am studying my Masters…

Subscribe 0
160