آیا ایمیل له منځه تللی دی؟ ټولنیزی مدیا یی ځای په اقتصادی موخو کی نیولی دی

Posted on at

This post is also available in:

دا چی آیا ایمیل مړ شوی دی، له ډیره وخته یی په فکر کولو بوخت وم. کله چی په ۲۰۰۱ کال کی ما خپل سوداګریز کارت تر لاسه کړ، په هغه کی فقط زما نښه، زما د سایټ آدرس وو (www.FrancescoRulli.com) ایمیل مړ شوی ندی خو پخوانی ارزښت هم نلری.

 سږ کال زه له خپله فعالیته په افغانستان کی او مارکټنګ انکس په امریکا کی ډیر خوشحاله یم، ځکه چی زما نوم، زما له کارونو سره په افغانستان کی (Building schools in Afghanistan) یو ځای شوی دی. اوس مهال د ګوګل په ویدیو پلټنه کی تاسی له هر لسو ویدیوګانو، اوه هغه ویدیوګانی لیدلی شی چی زما نوم ورسره تړی دی. او په عمومی ګوګل پلټنه کی ۳ هغه ویدیوګانی وینی چی زما د سایت په نامه خپری شوی دی، زما فلم انکس اوس له بی.بی.سی او نیویارک تایمز سره برابری کوی. په افغانستان کی زما فعالیت، زما نوم د افغانستان له کیووردونو سره تړلی دی. اوس تاسی ډیر هغه کسان په فلم انکس کی وینی چی زما په باره کی دوی لیکنی کوی.

په افغانستان کښی فعالیت ما ته لار را وښووه، چی څنګه کولای شم له ډیرو خلکو سره اړیکه ټینګه کړم. یو څو ورځی له مخه ما یو بلاګ ولیکه او ورسره می یو کامنت ولیکه چی:

How did someone like you get hooked on Afghanistan?

ما ډیر کامنتونه تر لاسه کړل چی څرنګه و دغه هدف ته ورسیږم.

هر وخت چی زه بلاګ لیکم نو له ډیرو خلکو سره زما اړیکه ټنګیږی ځکه چی دوی کامنتونه لیکی او زه هم باید د کامنتو ځوابونه ورته ولیکم دا ماته اجازه راکوی چی د خلکو په عمومی ټولنی کی شریک شم او له دوی سره د موضوع پر جزیاتو باندی خبری وکړم. زه همیشه هغه مطالب لیکم چی خلک یی خوښ کړی او یا هم تر اوسه چا نه وی لیکلی.

له خلکو سره دایمی اړیکی، دا هم به ګوته کوی چی څه باید ولیکم او کوم موضوعات ونه لیکم. د دوی د نظریاتو په مرسته زه مصونیت تر لاسه کوم. تیره اونیزه د فلم انکس ټیم د جمعه د ورځی لپاره ځانګړی بلاګونه نشر کړل. ما ډیر څه له دغو بلاګونو زده کړل او په دی پوه شوم چی په فلم انکس کی څوک او څنګه لیکل کوی. هغه وخت چی انسان د نورو لیکنی ولولی، فکر یی انکشاف مومی او هغه څه وینی چی تر اوسه یی په هغه موضوع هیڅ فکرهم نه وی کړی.

د بلاګونو لیکل ما ته دا را زده کړل چی د لیکلو لپاره باید ډیر شیان زده کړم، او په هغو باندی عمل وکړم. کله چی زه غواړم یو څه ولیکم نو لومړی باید هغه زده کړم. هر کله چی تاسی غواړی بلاګ ولیکی نو د عکسونو په ټاکلو کی دقت وکړی چی دیر مهم او ضروری ده. 



About the author

farhadhakimi

Farhad Hakim was born in Nimroz-Afghanistan. He is graduated from Tajrobawi High school in Herat. Farhad is studying Computer Science field in Qhalib private Higher Education University in Herat-Afghanistan. He has worked as cultural and consultant employee extensively in Nimeroz, Herat and more recently in Kabul.He has started to work…

Subscribe 0
160