په منځنی او سهیلی اسیا کی د کلتور او ژبی ډیر توپیرونه موجود دی هر هیواد ځانته جلا زبه او جلا کلتور لری لکه: افغانستان، آزربایجان، ازبکستان، قزاقستان، ایران، پاکستان او داسی نور. افغانستان پخپله له نورو سره ډیر توپیر لری ځکه چی یو کامپلکس د ژبو او کلتورونو پکښی اوسیږی، او دا هم چی څو مختلفه ژبی او رواجونه بکښی میشت دی یوه ستونزه نده بلکه یو فرصت دی.
په پخوانی لیکنه کی ما د اروپا د اتحادیی او منځنی اسیا مقایسه کړی وه. نن د المپیک سیالی پای ته رسیږی او زه له تاسو نه غواړم چی د اروپا د اتحادیی ګټلی مډالونو ته پام وکړی، تاسی به د کلتورو ژبی او د تمرینانو د کچی توپیر په ډیره آسانی سره احساس کړی.
د افغانستان انکشافی پروژی غوښتل چی دا توپیر له منځه یوسی، دا د هیوادونو د کچی توپیر فقط د اقتصادی او پوهنیزو چارو د کچی په لوړیدو لاس ته راځی. او په دی برخه کی فلم انکس غواړی چی له افغانستان سره مرسته وکړی او دوی د نړی له پرمختګونو سره یوځای کړی.
به دی اونی کی (روح الله نیکپا) د افغانستان استازی د تکواندو په برخه کی د لندن به المپیک سیالی کښی خپل دوهم د ژړو مدال هم ترلاسه کړ او په نړی کی یی د افغانستان شتون په ګوته کړ.
- قزاقستان ۱۳ مډاله تر لاسه کړل چی ۷ یی سره زر دی.
- ایران ۱۲ مداله تر لاسه کړل چی ۴ یی سره زر دی.
- آزربانجان ۱۰ مداله تر لاسه کړل جی دوه یی سره زر دی.
- ازبکستان ۴ مداله وګتل جی یو یی سره زر دی.
- تاجکستان او افغانستان فقط یو یو مډال تر لاسه کړ.