د افغان ښځو طاقت په اقتصادی چارو، بشری حقونه، رهبری او د دولت په چارو کښی

Posted on at

This post is also available in:

له افغانستانه نیولی او بل هر هیواد چی وی ۴ مهمی څانګی لری چی په هغو کی نارینه او ښځینه باید ګډ کار وکړی. په نړی کی هر پر مختللی او سوله مند هیواد د نارینه او ښځی د ګډ کار او د دوی د برابری څخه ګټه اخیستیده. دا څلور اساسی څانګی دادی:


۱. اقتصاد


۲. بشری حقونه


۳. د دولت چاری


۴. رهبری


که غواړی چی په افغانستان او نورو اسیایی هیوادونو کی یو سالم پرمختګ ولری نو ښځو ته په هغه څلور اساسی څانګو کی ونډه ورکړی. دا څلور مهم سکتورونه په یوه نوی تکنالوژی پوری تړلی دی او هغه د سافت وییر او ټولینیزو میډیاوو په مرسته پرمختګ دی.



د نن ورځی اقتصادی پرمختګونه په سافت وییرونو، ټولنیز انټرنټی میدیاوی، انترنتی اعلانونه، انترنتی ویدیوګانی او داسی نورو باندی تړاو لری. په دغو نوی تګلارو کی ښځی شی په ډیره اسانی سره ډیر پرمختګونه وکړی. څرنګه چی آریانا هفنګتون وکولای شول خبل د رهبری موخی د دغو نوی تکنالوژی له لاری وده وکړی او تینا برون وکولای شول چی زوړ اقتصادی سیستم له نوی سره یو ځای او وده وکړی. ځکه موږ په افغانستان کی د فلم انکس په مرسته (وومن انکس) جوړ کړلو او د هغه په مرسته به د افغانستان انکشافی پروژو ته وده ورکړو.



۱. د ۱۶۰۰۰۰ زدکونکو نښلول له انټرنټ سره د هرات په ۴۰ ښوونځیو کی.


۲. د (اکزیمر) سافت وییر کارول او بریالی زدکونکو ته د (مبایل پیسی) ورکول.


۳. د دغو فعالیتونو خپرول په نورو اسیایی هیوادونو کی.



فلم انکس دا وړتیا او تکنالوزی لری چی د هرات له سرحد نه بهر د نړیوالو موسسو په مرسته د نړی په کچه فعالیت وکړی. مفهوم دا دی چی: سافت وییر کارول د ښځو لپاره دی او هارد وییر کارول او نصپول د نارینوو دنده ده.


نارینه کمپیوټرونه نصبوی او د فوټبال لوبغاړی جوړوی او ښځی سافت وییرونه چمتو کوی، تبلیغات کوی او داسی نور سپک کارونه سرته رسیوی. هر څومره چی ډیر سافت وییر نصب شی هغومره ښځو ته ډیر طاقت ورکول کیږی. هرڅومره چی ډیر شیان ثبت وی هغومره د فساد کچه ټيټیږی، ډیر خدمات په زاړه اقتصاد پوری مربوط وو. او جلا له دی چی کوم جنس(نارینه یا ښځینه) تجارت مخ ته بیایی خو ګټی یی دواړو ته رسیږی. په دی ویدیو کی وګوری: چی فوټبالر، کوچ، رییس او ژورنالست، څلور سره نارینه دی. تر هغو چی ټول کار نارینه سر ته ورسوی پرمختګ هم لیدلای نشی. 



څنګه چی تاسو ګوری د دی پروژی ډیری توجه د ښځو په فعالیتونو باندی دی، ځکه چی دوی کولای شی چی په کورونو کښی دننه فعالیت وکړی له فلم انکس سره، د نړی په هر ګوډ کی چی وی. 


 





About the author

farhadhakimi

Farhad Hakim was born in Nimroz-Afghanistan. He is graduated from Tajrobawi High school in Herat. Farhad is studying Computer Science field in Qhalib private Higher Education University in Herat-Afghanistan. He has worked as cultural and consultant employee extensively in Nimeroz, Herat and more recently in Kabul.He has started to work…

Subscribe 0
160