د افغانستان، منځنی او سهیلی اسیا د زدکړی سیستم، او د هغه اغیزه د حکومت کولو په برخه کښی

Posted on at

This post is also available in:

په ویکی پدیا کی د یوه پر بل باندی د اغیزی په هکله یو تعریف شته دی: هغه دا چی هر څوک کولای شی پر بل چا باندی اغیزه کښیږدی چی دا د تولنیو رسنیو له لاره ډیر ښه کیدای شی، د مثال په توګه: دولت پر خلکو باندی د خپلو پروژو له لاری اغیزه ایږدی او شرکتونه د خپل تولید په مرسته اغیزه ایږدی.



اغیزه ایشودل په اړیکه درلودلو پوری تړلی ده هغه دا چی له هر چا سره چی تاسو اړیکی لری او یا هم په کاروبار کی اړیکی سره ولری نو پر یو بل باندی به اغیز منده اوسی. د مثال په توګه: زه په اصل کی د ایتالیا یم مګر د امریکا خلکو پر ما ډیر تاثیر ایښی دی ځکه چی زما د کاروبار ملګری دی.



په افغانستان کی د انترنت ټولګی په دی برخه کی ډیر اغیزمند دی ځکه چی په زر ها کسان او زدکونکی کولای شی له افغان زدکونکو سره اړیکه ولری او دوی د هغو له پوهی او تجربی نه اغیزمند شی.


په افغانستان کی امریکایی او ایتالوی سرتیری د سولی ساتنی لپاره راغلی دی او اوس هغه وخت را رسیدلی دی چی دا سرتیری له خلکو سره ټولنیزه اړیکی ټنګی کړی او د افغانستان خلګ له نړی سره یو ځای کړی او د دی هیوادونو د خلکو تر منځ تولنیزی اړیکی د سولی د راوستلو لپاره ټنګی کړی.


د افغان هر زدکونکی باید چی د نړی له زدکونکو سره انترنتی اړیکی ولری او د دوی په شان د نړی له پرمختګونو با خبر ه شی او دا یو په یو او شخصی اړیکی ډیر ګټور او اغیزمند ثابتیدای شی.


  تر اوسه، فلم انکس ۳۰۰۰۰ زدکونکی د دی سایت په مرسته له نړیوال وب سره نشلولی دی. که هر افغان زدکونکی له ۲۰۰ د نړی له زدکونکو سره اړیکه ولری نو ۶ میلیونه اړیکی به د معلوماتو د تبادلی لپاره موجود سی چی دا د برمختګ یوه شه لاره ده، په راتلونکی کی به فلم انکس دی لړی ته ادامه ورکوی او دا ۳۰۰۰۰ شمیر به تر ۸ میلیونه تنه افغان زدکونکو ته به انترنت کی ورسوی.



دا چی افغان زدکونکی له ټولیزو رسنیو سره په انترنت کی یو ځای شی سربیره پر دی چی دوی د زدکړی په برخه کی ګټه اخلی دوی به په راتلونکی کی یو ډیر شه اقتصادی پرمختګ هم ولری او هغه کس چی په انترنت کی ډیر کسان او پلویان ولری هغه به ګټونکی او بریالی وی.


To Read English topic click here



About the author

zakertanha

Zaker was born in Kabul Afghanistan on Thursday 02/21 AM 1992/06/09. he attended to Habibia high school. for studding knowledge. when war start in Afghanistan he went to Pakistan with his family. he studied computer programs and English language at kout institute in Pakistan. also he attended to TEAKWONDO club…

Subscribe 0
160