د دغه اونۍ جریان کی, ټول ښوونځی رخصتی وی, مګر د کامپیوتر ټوولکی زده کوونکی په خپل ټوولکی کی حاضر ول. او په اجتماعی سایتو کی یی فعالیت درلودلو او په بلاګ لیکلو کی یی ډیر فعالیتونه درلودل.
د دغه اونۍ جریان کی ټولو خلکو وړوکی عید ته یی چمتو والی نیولو, خپل کورو نه یی پاک کول. شیرنی او تازه میوه یی اخیستل او خپل ځان ته یی نوی کالی جوړول.
عید د خلکو مابینځ کی د یو خاصه آداب او رسم ته مبدله شوی دی. په خصوص کی زموږ ګران هیواد افغانستان کی عید ته کامله چمتووالی نیسی. او ټول آداب او رسم په ځای راوړی. وروسته د یوی میاښتی روژی نه چی مسلمانان د خدای (ج) مېلمه ول. د یو نوی پیل سره او پاک زړه سره د عید لومړی ورځی ته ژوند کولو ته پیل کوی. چی ټولی کینی د خپل زړونو نه پاکوی.
وروسته د لمانځه ټول د یو بل سره عید مبارکی وایی. او وروسته کورونو ته یی ځی, ټوله کورنی یی د دوی راتللو منتظر د عید لمانځه نه دی. او په خوسالی د یو بل سره عیدی کا. او خپل ماشومانو ته عیدی ورکوی. او د خپلوانو او ګاونډیو کورونو ته عیدی ته ځی. او د چا نه چی خپه او یا هم ناراحته دی د هغو پوښتنی او لیدنی ته یی ځی, ترځو چی کینه لری کړی. او هم د مریض پوښتنی ته هم ځی.