د افغان ښځو وضعیت

Posted on at


د شین آسمان لاندی د کردی ځمکی باندی په مهتابی شپو او لمریځو ورځو کی د افغان ښځو آه او نالی غږو ته رسیږی. هغه ښځه چی تر اوسه یی د لومړی ورځی نه تر اوسه پرته د ژړا نه کوم بل شی سترګی یی نه پیژنی. هغه ښځه چی د ژوند تحصیل او خوشالی نه محرمه ده او تر اوسه د خپلی لاری ټاکلو حق هم نه لری او تل د خپلو او ناپیژندلو شویو آزار او اذیت باندی قرار کیږی. او څوک هغه بازیچه فکر کوی او یو ډول د هغو سره لوبی کوی. او هغو لپاره یو قانونو چی د خپل ظلم او ستم نه یی موندلی دی ورباندی یی تطبیقه کوی.


مګر افغان ښځه یوه ښکلی او ظریفه موجوده ده٫ چی د لږ تبسم سره په خندا او د لږ بی مهری سره په ژړا کیږی. مګر افغان ښځی د لومړی ورځی نه تر اوسه د ژړا ډکی سترګو سره دغه نړی ته کوری او د خپل حق او حقوقو نه محرومه ده. فقط هغه کارونه چی ورباندی کیږی کړی یی. او خپلی هیلی هیری کړی دی.


او په غمونو کی بنده ده. د خپلوانو او کورنیو آزار او اذیت لاندی کیږی. په افغانستان کی ښځی د خپلو هیلو ټاکل حق هم نه لری.



مګر د افغان نجلی ډیره ماته ده د لومړی ورځی نه خوشالی یی نه د لیدلی ځکه چی نجلی ده. د تحصیل او علم زده کړی نه محرومه ده. هغه قوانین چی د کور غړی یی ټاکی د هغو باندی تطبیقه کیږی د لږ عمر سره هغه واده ته یی مجبوره کوی. کله چی د کور نه وځی د بیګانګانو باندی آزار او اذیت کیږی. د دغه ډار او اذیت نه بیرون ته نځی. د افغان ښځو باندی تجاوز کیږی. افغان نجلی د رنج لیدلی زړه سره نه پوهیږی څرنکه خپله راتلونه تنظیمه کړی.


نتیجه: باید افغانستان ګران خلک د افغان ښځی او نجلی حق او حقوق په نظر کی ونیسی او هغوی د هیلو رسیدلو ته یی کمک کړی . آیا اسلام مقدسه دین هیلو ته یی ظلم او ستم منع نه دی کړی؟



ایا اسلام مقدسه دین د ښځو حق او حقوق نه دی ټاکلی؟


هو٬ سوال دی چی ټول یی ځواب پوهیږو٫ ولی موږ انسانان قوانین جوړو او د افغان ښځی او نجلی باندی ی تطبیقه کوو.


اوس د علم او پوهی وخت دی ولی نجلی د تحصیل حق نه لری؟ پس موږ باید د افغان ښځی او نجلی حق او حقوق په نظر کی ونیسو او هغو ته احترام کښښدو او هغوی د هیلو رسیدلو ته یی کمک کړو. 




About the author

AmirAliSherNawaie

Amir Ali Sher Nawaie was established in 1368. At first, it was both a male and female school but in different shifts until 1390. In 1390, it became a female school and students are now studying in three shifts. It has 29 classes, more than 4,000 students and 155 teachers.…

Subscribe 0
160