په دغه تیره اونۍ کی د ښوونکو جلسه د تدریسی پلانونو په اړه د درسی مسابقاتو لپاره د ښوونځیو مابینځ کی پیل شول. او تصمیم ونیول شو٫ چی د محجوبی هروی لیسی زده کونکی د نورو ښوونځیو سره درسی مسابقه ورکړی. او هم د کامپیوټر ټولکی لیدنی لپاره د الجزیری ټلویزیون نه راغلی وو٫ او د زده کونکو نه د کامپیوتر ټولکی او دروسونو په اړه یی په ښوونځی کی مصاحبی ونیولی. خوشبختانه د زده کونکو ځوابونه د قناعت وړ وو. او هم تیره اونۍ یو شایعه د زده کونکو مابینځ کی خپره شوی وه چی د دوی راتللو مانع ښوونځیو ته کیدلو٬ چی خوشبختاله د مسئولینو له خوا نه لری شوله.
د چهارشبنه په روځ د طلوع ټلویزیون او د فوټبال برتره لیګ ټیم ورزشکارانو سره ښوونځیو ته د زده کونکو مصاحبی لپاره راغلی وو. او د برتره لیګ ورزشکارنو کتنه د کامپیوټر او کاردستی ټولکیو نه په ښه توکه تیره شوه. او هم زده کونکو د ملی ټیم لیدنی نه ډیر خوشاله شوی وو.
او هم د والیبال٫ بسکټبال او کرکت ټیم زده کونکو هم تمرینونه د مسابقاتو لپاره یی په تیره اونۍ کی درلودل. او هم زده کونکی د مقالو لیکلو باندی په (examer content creator) تارنمای کی بوخت دی. او هم زده کونکی د دی نه چی پرمختک او د درامد لاسته راوړنه کوی ډیر خوشاله دی.