مکتب

Posted on at


شه می په یاد دی کله چه دولایت دپوهنی دعمومی مدیریت څخه هیت زموژکلی دلایقوهلکانو دتثبیت لپاره ترڅوچه دسهمیی سره سم په مرکز کابل دزده کړی امکانات دوخت دوزارت معارف د‍پالیسی سره سم ورته برابرکړی راغلی وه او دکلی لوی جومات کی دکلی مشران دمشوری اوفیصلی لپاره رابللی وه هیت پداسی حال کی شپه یی د........سره تیره کری وه دنوروټولو راټول شوی کلیوالوسره  دخپلواولادونوسره په جومات کی منتظر وه ترخوچه دمکتب سرمعلم صاحب دهلکانونتایج راووری ترخودنتایجوپه روی دکلیوالومخکی مستحق زده کونکی تعین اوانتخاب کړی.


 


 په همدی وخت کی دکلی هلکان په ځا نگری توگه هغوی ځان مستحق بولی خوشحاله او\ه مسجد کی راټول شوی وه شویدی یوهلک ژغ وکول ا ه انور زموژاول نمره نه شته یوکلیوال دشه نیت له مخی سم دلاسه یوهلک ته وویل وگوره زوی چه هغه ولی ندی راغلی موربی چاره یی شاید فکروکوی چه شاید ددی زوی ته داسی چانس څوک ورنکری حال داچه دکلی مشراحمد اکا دشپی دهیتانوسره همداخبره یاده کړه چه زموژپه کلی کی داسی هلکان لروچه هغوی دیربی وزله غریبان اویتیمان دی اوپلرونه یی مړه شویدی ولی په فضل دخدای ، خدای تعالی ورته شه فکراواستعداد ورکړی دی اوپه خپلو صنفو کی اول نمره گان اوغوره شاکردانوڅخه دی اوکه دخدای رضاوه په غوره شاکردانو کی شاید کابل ته تعین شی .


په همدی وخت کی وه چه کلیوال مسجد ته راغی اودسلام نه ورسته یی وویل چه دباندی دمسجد څخه دانوراوانورجا ن دمورمنځ کی جنجال اوانورجان خوشحاله دی چه کوندی دراغلی هیَت لخوا وکابل ته دتلووړوپیژندل شی موریی ورته وایی چه زویه کونډه موراوکوچنی خورکی د چاته پریژدی اوزه تاته دکابل دکرایی اوخرچ پیسی له کومه کړم اوهمدغه رنگه هغه غوا به څوک ساتی انورپه ژراکی ورته وایی چه خدای مهربانه دی اوتابه همشه ماته ویل چه زوی داسی فکر ونکړی چه پلار دی مړشویدی او حان یتیم اوبی وزله احساس کړی په همدی چه وخت کی هغه کلیوال چه مخکی یی یو هلک دانوردپیدا کولو لپاره لیژلی وه بیادانورمور ته را ولیژل چه انورمه په عذابه وه بیگاه احمد اکادکلی مشر دهیت سره خبری وکری اوهیَت ورته وویل چه دهمدغو لایقو هلکانوتول مصارف ددولت په غاره دی او ته تشویش مکوه خدای مهربانه دی تراوسه پوری چه دخپل اولادونه په همت رالوی کری له دی ورسته هم خدای مهربانه ده انور پریژده چه خپلی زده کری وکوی داخبری سره له دی چه دانور مورته دمنلوورنه وی خوانورلانورهم تشویق شو ددغه خبرو ورسته دانور مورورته وویل چه زه داخبری ترهغو پوری نه منم ترڅوچه احمد اکاماته ونه وایی په عین وخت احمد اکا چه همیشه به په همدغه وخت مسجد ته راتله له هغه خوامعلوم شو اودانورمور دهغه وخواته روانه شوه مخکی تردی چه دانورمورورته خپل مشکل ووایی احمداکا ژغ که چه څوک یی دانورموریی مبارک دشه زوی به دی په خیر که خدای کړی وکابل ته ولاړشی دانور مورپه ژړاکی وویل چه زه کله دهغه دخرچ اومصرف توان لرم په همدی وخت کی احمد اکاوویل خیر فکریی  مکوه خدای مهربانه ده دهلکانوټول مصارف دولت ورکوی خدای وکړی چه دی مستحق وپیژندل شی په همدی وخت کی احمد اکا دانورموراوانور ته وویل راځی چه له هیښت  څخه پوشتنه وکړوکله چه دمسجد دروازی ته راورسیدل احمد اکادانورمورته وویل چه ته دلته گوشی ته کینه اوموزبه پوشتنه وکووهغه وه چه احمد اکا اوانوریوځای مسجد ته ولاړل اواحمد اکا بعد له سلامه له هیَت څخه پوشته وکړه تاسی نتایج وکتل چه انورمستحق ده اوکنه دهیَت مشرورته وویل هوموژنتایج وکتل اواولین مستحق انوردی په همدی وخت کی په یوه اوازتولوکلیوالوژغ وکړچه انورجانه مبارک دشه اویوهلک چه دانورهمصنفی دانورمورته دزیری په مخه له مسجد نه ووتل.


په همدی وخت کی هیَت انورته وویل زوی دلته کینه تشویش مه لره ته کوشش وکوه درس ووایی ستا ټول مصارف دولت درکوی انورپه همدی وخت کی هیَت  ته وویل چه زماکالی به هلته څوک رامنځی هیَیت موسکی غوندی شوچه هغه هم ددولت په غاره تشویش مکوه اوته یوازی خپل درسونه ووایه اوسبانه بل سبا ته له نوروملگروسره دځان برابرکره چه په خیر کابل ته ولاړشو.


په درناوی


پروانه فیضی


دکابل پوهنتون دژورنالیزم پوهنحی ددوم کال محصل



About the author

160