په نړی کی چی خلک اوسیږی دعادی ژوند په تیرولو سربیره ځینی خاصی شیبی او وختونه هم لری چی په دغو وختونو کی دوی سره راغونډیږی خوښی اومیلی کوی جشنونه لمانځی خودغه خوښی اوجشنونه دنړی دمختلفو وګړو ترمنځ په مختلف ډول لمانځل کیږی چی دمذهب دین اوسیمی په څرنګوالی پوری اړه لری ځینی یی دکرسمس ځینی نوریی بیا نوی کال درارسیدو په نامه یادوی اوښه په شاندارو مراسموسره یی لمانځی خو په اسلامی نړی کی بیا دغه خوښی چی مسلمانان یی دالله له طرفه یوه عظیمه تحفه بولی په کال کی دوه ځله لمړی یی درمضان نه وروسته اودشوال لمړی ورځ اودوهم یی دذی الحجی لسمه ورځ ده په ټوله اسلامی نړی کی په خوراشاندارو مراسمو په یووخت کی لمانځل کیږی.
په اسلامی نړی کی هم دغه دواړه اخترونه ډول ډول لما نځل کیږی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی هم دغه دواړه اخترونه په پوره تیاریو اوخوښی سره لمانځل کیږی خودودونه یاپه عامه اصطلاح رواجونه پکی مختلف وی دهیواد په ختیزو ولایتونو کی دخوښی دغه مراسم په ملی لوبه یعنی وزلوبه بزکشی باندی تیریږی په ختیزو اوجنوبی سیموکی بیا دغه خوښی د یوبل کور ته په تګ اوځینی وخت دلوبی په کولو تیروی.
خوپه مرکزی سیمو کی بیا خلک یوبل ته میلمستیاوی کوی اوداختری دغه دری ورځی په میلمستیاوو تیروی مونږ هم چی په کابل کی اوسیږو نو داختر دری ورځی میلمه پالنه کوو په کلی کی مو دری کوره په یوه وخت ډوډی تیاروی بیانو ټول خلک په دری مساوی برخو ویشل کیږی اودډوډی ترخوړلو وروسته ټول یوه کور ته سره راټولیږی اویوبل سره هغه دچا خبره راز اونیاز کوی ټوکی ټکالی اوخنداګانی کوی خوښی داختر اساسی شرط دی که هر دود اوهررواج لری نوپه خوښی سره داختر تیرول لازم دی.
هیره مونه وی چی داخترورځ داخوت او ورورولی ورځ وی په دی ورځ کی ټول مسلمانان سره سوځای کیږی اودلما نځه ترادا کولو وروسته یو بل ته سره غاړه غړی ورځی اوتیرهرڅه هیروی اوزمونږ خوږ پیغمبر هم لارښوونه کوی چی دی ورځ باندی باید ټول مرور وروڼه سره پخلا شی مخکی موهم وویل چی په اختر کی به خوښی وی نوخوښی یوازی په پخلاینه اوملی یوالی کی ده مسچد ته تګ اویوځای داختردلمانځه اداکول بیا په ټوله اسلامی نړی کی په یوه ورځ لمانځل یی په خپله دیوالی ښکارندویی کوی اوراښیی چی اختر خوشحالی اوخوشحالی په یوالی کی وی اوبس.
لیکوال:خوانی همت