سوله دپاک خدای ستره پیرزوینه ده چی انسان ته یی په نصیب کړی ده اویاهم ویلی شو چی سوله په حقیقت کی دټولو خوښیو مور ده او که چیری په کوم هیواد کی دا نیکمرغه پدیده نه وی نوبیا دټولو بدبختیو مور هم کیدای شی همدا سوله ده چی انسان ته په دی نړی کی دخپل ژوند دپرمختګ اوکامیابی لپاره دهری بندی دروازی کلید په لاس ورکوی اوانسان ته دانړی لکه څرنګه چی ښکلی ده لایی دښایست په جامه سنګاروی اونړی ورته دآرامه سوکاله اوخوشحاله ژوند لپاره برابروی اودژوند په خوښیو پوهوی.
مګر په دی نړی کی داسی ملتونه هم شته چی دسولی له ارزښت ناکه پدیدی څخه بی برخی دی اویایی ددی خوندور نعممت خوندونه ډیر کم احساس کړی دی. هغه ملتونه کوم چی دسولی دښکلا څخه ډیر کم برخه من کیږی تل له ژوند څخه ناامیده وی ژوند ورته بی خونده اودژوند دپرمختګ ټولی لاری ورته تړلی ښکاری اودا دښګلا ګانو نړی ورته بدرنګه بریښی.
داسی ملتونه ساکن شمیرل کیږی اودتحرک دتوان اوقدرت څخه محروم وی چی په نتیجه کی دنړی له هغه کاروان څخه وروسته پاتی کیږی کوم چی دپرمختګ کامیا بی اوټکنالوژی په لوری په پوره سرعت پرمخ ځی هو افغانستان یو له همداسی هیوادو نو اوخلک یی له هغو ملتونو څخه دی چی دسولی پرځای جنګ دقلم پرځای ټوپک اودخندا پرځای ژړا سره خپل ژوند تیروی راځی دجنګ پرځای فکر وکړو چی یواځی اویواځی سوله کولای شی دی ټولو بد بختیو ته دپای ټکی کیږدی او مونږته دښه اوکامیاب ژوند زیری راکړی نوراځی چی دسولی خوږ نعمت دلاسته راوړلو لپاره سره یو تن او یو زړه شو خپل کور کلی ښار دسولی په سپین بیرق سره ځلاند کړو.
مګر له بده مرغه زمونږ په هیواد کی له څولسیزو جګړو ورانیوبربادیو اووینو تویولو که څه هم نور خلک ستړی شوی دی اونه غواړی چی نور یی په هیواد کی جګړه وی اما بیا هم دلته سوله یوازی دخلکو په زړونو کی آرمان پاتی شوی اوخدای خبر چی دغه آرمان اوهیله به یی څه وخت پوره شی.
لیکونکی: خوانی همت