ګرانو زده کونکو:
د بلاګ لیکلو ټولکی یوه متفاوته ساحه د کامپیوټر او مختلفو سایتونو زده کولو لپاره دی. ځکه چی افغان سیټادل شرکت د ډیرو امکاناتو فراهم کولو سره او د هغو وړاندی کول زده کونکو ته٫ د زده کونکو ډیره مینه او په زړه پوری یی د ټکنالوجی او کامپیوټر برخه کی ډیره کړی ده. په دغه ټولکی کی چی ډیر زده کونکی د نړیواله اړیکو شبکو سره یعنی انترنټ سره کار کوی٫ ډیر پروګرامونه یی زده کړی دی. او د مختلفو موضوع ګانو په اړه که څه د ښوونځی کتابونه او یا نورو شیانو په اړه اوسی٫ په انترنټ کی یی ولټوی. او د دغه شبکی ارزښمنده منابعو سره لاسرسنه ولری.
زده کونکی اکثر کوښښ کوی چی د هغو شیانو نه چی په لاسرسنه کی یی دی په ښه توکه استفاده وکړی. او خپل معلومات د مختلفو سایتونو په اړه ډیر کړی.
په تیره اونۍ کی یو شمیر ډیرو زده کونکو په دغه ټولکی کی ګډون وکړلو٬ او یو شمیر د زده کونکی تراوسه یی په موفقه توکه مخته وړی. چی په لومړۍ برخه کی یی Gmail, facebook ,twitter زده کړل او دوی وکولی شو چی د هغو نه په ښه توکه استفاده وکړی. او په اوس محال کی د هر یو زده کونکی لپاره په انکس فلم سایت کی حساب جوړ شوی دی. او وروسته خپل حساب یی د فیس بوک٫ تویتر٫ لینک ان٬ تملر او ګوګل پلس اجتماعی سایتو سره وصل کړلو.
په نیږدی راتلونکه کی زده کونکی کی به قادر اوسی چی خپل بلاګونه د نورو سره په ګډون کښښدی او د دغه بلاګونو له لاری خپل نظرونه نورو ته بیان کړی. او د حرفه ای خلکو بلاګونه چی په دغه لویه خزانه کی شته دی ډیره استفاده ورنه واخلی. او خپل معلومات د هره موضوع په اړه پورته کړی. او د دغو ټولو ښه والی سره کولی شی پیسی لاسته راوړی٫ چی کولی شی د خپل کورنۍ اقتصاد پورته کړی.