د احمد شاه بابا مینه روغتون په اړه د خلکو او ډاکټرانو نظرونه

Posted on at


په افغانستان کی واړه راړه  ځوانان ان تر دی چی د حکومت لوپوړو او ټیټ رتبه چارواکو  دا ناری وهی چی په افغانستان کی اداری فساد یعنی د بډی اخیستل اوج ته رسیدلی دی دا بډی یا رشوت اخیستل یوازی په یوه ارګان پوری تړوانلری بلکه دا په ټولو برخوکی شتون لری یعنی له خصوصی سکتور نه نیولی تر دولتی ادارو پوری دا ستونزه شته ده



یعنی تر دی دمه ما تر اوسه د چا د خولی نه وه اوریدلی چی په دی ځای کی رشوت نشته هغه د غله قیصه ده چی یو ځای کی غلا شوی وه نو خلک را ټول شول او چیغی یی وهلی هله غل ونیسی چی غل در څخه خلاص نه شی نو په دی ځای کی غله هم دا ناری وهلی چی هله غل د درنه خلاص نه شی نو په دی خاوره کی که څوک ښه یا بد کار کوی یا رشوت اخلی او یا رشوت ورکوی نو ټول له دغی ستونزی سر ټکوی او د عدلت غوښتونکی دی نو په داسی نظام او ملت د خدای و رحمیږی خو له دی نه تیریږم چی څوک تور او سپین دی او اصلی مطلب به راشم هغه دا چی   چی یوه ورځ می ورارونه مریض ول د کابل په څو روغتونونو باندی را وګرځول خو په یوه روغتون کی هم زما د  مریضانو سمه تداوی و نه شوله کله به چی د دولتی روغتون ته لاړم یوازی به دومره زما سره مرسته وشوه چی ریګان یا مفت په روغتون بستر ول نو رټول ضروریات او  درمل یی له بازازه می راوړل



خو یوه ورځ د بازاز څخه د کور په لوری را راوان وم چی یوه نفر راته د احمدشا بابا مینه  روغتون په اړه یی داسی راته وویل چی دلته یو روغتون دی چی د هر ډول مریض تداوی په وړیا توګه تر سره کیږی او له مریضانو سره ډیر ښه چلند کیږ اول خو می باور نه کاوه او


دا چی زه د نورو رو غتونو څخه ډیر ستړی وم نو ما کومه هیله ونه کړه سمدستی می مریضان د احمدشابابا مینه روغتون په لوری راوان کړل او مریضان می د روغتون ته ورد ننه کړل


.


که رښتیا را باندی وای په افغانستان کی داسی یو روغتون او داسی یو پاک چاپیریال ما نه وه لیدلی خو په هر صورت کله می چی خپل مریضان عاجلی خونی ته ور د ننه کړل وار د واره می په مریض سترګی ښخی شولی چی د ډاکټرانو تر تداوی لاندی ول او ډاکټرانو هم له دغه مریض سره له ډیر رحم کار اخیسته او ډیر د عجلی تداوی لاندی نیولی وه دا چی ددوی اپاک احساس می ولیدل نو د ماسره هم دا احساس پیدا شو زه خو یو مسولیت په غاړه لرم چی هغه هم ډیر پاکه او مقدسه دنده چی زه یی په غاړه لرم هغه د خلکو تر غوږونو رښتیا رسول او رښتیا ته انعکاس ورکول دی نو ما هم دا تصمیم ونیوه چی رښتینوالی به هرومروانعکاس ورکوم لومړی می خپل مریضان بستر کړل نو سمدستی می د داکټرانو ته خپل ځان ور وپیژنده زه عبدالرحمن منګل یو تن ژورنالیست یم


 


غواړم چی ددی روغتون په اړه یو څه لیکنه وکړم که چیری ستاسو اجازه وی نودوی هم د انځور اخیستلو او او مصاحبی کول اجازه راکړه چی سر کی می له یو تن ډاکټر نصیر احمد څخه می وار د واره می تر تداوی لاندی مریض په اړه می تر وپوښتل چی دا مریض څه ستونزه لری


ځ/دا مریض دوساعته کیږی چی په عاجله خونه کی تر تداوی لاندی دی نوموړی مریض پیوازان وای په حمام کی زوپ کړی وه او هلته هم د برق جاینتور هم چالند وه نو دا تراوسه نه ده معلومه چی دا مریض د برق له وجی داسی حالت ته رسیدلی او یا که کومه بله ستونزه ده خو دغه مریض دوساعته تیر شول چی نفس یی نه درلوده نو څنګه چی تاسی یی ګوری موږ ورته اولیه کمکونه کړی او اوس مریض نفس اخلی او د خاطر یا د مرګ څخه بچ دی نو انشاالله دغه مریض به یو ساعت وروسته په هوش راشی



یو تن بل ډاکټر چی د ماشومانو په بخش کی وه چی د مریضانو د ویزت یا د لیدلو په حالت کی وه زما پوښتنی ته یی داسی ځواب راکړ


ځ/څرنګه چی داسی ګوری دلته د ماشومانو یا د مریضانو بسترخونی ډیری صفا دی د هر څه نه چی ډیر مهم دی د مریضانو لپاره پاک چاپیریال دی او وروسته د مریضانو تداوی ده که چیری پاک چاپیریال شتون ونلری نو تداوی کومه ګټه نلری او بل دا چی د هر څه درمل معاینات کول او داسی نور دضرورت وړ ټوکی مریضانوته په وړیا توګه ورکول کیږی او دغه روغتون (ام اس اف ) له خوا حمایه کیږی او درمل یی هم له خارجه راوړل کیږی او دلته هم بی پولی یا بی سرحده  ډاکټران شته چی دوی هم له دغه روغتون څخه د تل لپاره لیدنه کوی ا


او بلی یوی ښځینه نرس فریبا له دغه چاپیریال څخه خپلی خوښی داسی څرګنده کړه


ځ/ زه ډیره خوشحاله یم چی په داسی روغتون کی کار کوم چی د موږاو مریضانو لپاره ټول امکانات برابر دی او ما په نورو روغتونونو کی هم کار کړی دی نو هلته دومره ښه امکانات نه ول او دلته موږ کولی شو چی د یو مریض تداوی په سمه توګه تر سره کړو



خو په اخیر کی می  د پورته خبرو د رښتیا ثابتولو په خاطر له یو مرمنی چی نوم ویلو څخه یی ډاډه وکړه او په دی روغتون کی یی خپل ماشوم بستر کړی وه چی دلته د تاسو سره څه ډول چالند کیږی په ځواب کی یی د کلیوالی په لهجه داسی وویل


ځ/ زویه که رښتیا درته ووایم چی ما ډیری شفاخانی او داکتران لیدل دی دا اول وار دی چی داسی د ملایکو په شان ډکتران ګورم دوی د ما او ما مریضانوسره  ډیر ښه چالند کوی او اوس شکر دی زما ماشوم هم ډیر ښه شوی دی زه ډیره خوشحاله یم چی په افغانستان کی هم داسی ښه ډاکټران شته دی د نرسانو نه نیولی ان تر ډاکټرانو پور دوی د مریضانو سره د مور اوپلار په شان چالند کوی 



د یادولو وړه چی دغه روغتون د یوی والسوالی په سطه فعالیت لری خو نو موړی روغتون نه یوازی د احمدشابابا مینه اوسیدونکی او نه یوازی د کابل ښار اوسیدونکی بلکه د پلازمینی کابل هم سرحده ولایتونه  چی عبارت دی لوګر، میدان وردګ ،پروان مریضان دی روغتون مراجعه کوی


لیکوال او ژورنالیست


عبدالرحمن مګل 



About the author

160