دوهمه برخه
هغه خدمت چې ده پښتو ژبې ته کړی، هېچا په هیڅ وخت کې نه دی کړی... زه د لو یدیځوال په توګه د لو یدیځ پوهنتون د یو سپین ږیري استاد په توگه خو شاله یم، چې په لویدیځ کې به تر دې وروسته خوشال نورو ته ښه ورمعرفي کړم». څخه د وخت پښتو ټولنې ته یو لیک راستولی وو، چې یوه برخه یې دلته راوړو: «لوی شاعر خوشال خټک ته زما صادقانه مینه او تعظیم دی، زه به ستاسو د دې شاعر ځينې شعرونه، چې له ما سره دي او زما دوست اپولن هویل په انګریزي ژباړلي دي کابل ته درولېږم».
همداراز د خوشال خټک د تلین د نمانځنې په اړه به د پروفیسورمیکنیزی لیک هم دلته راوړو: «د پښتو ټولنې د مهربانیو قدر ښه پیژنم او امېد لرم، چې د خوشحال په نمانځغونډه کې به لویه کامیابی ترلاسه کړي».
یو مشهور ختیځ پوه مسټر راورټي وایې: «خوشحال د پښتو ډیر ستر اديب دی، د ده اشعار په یورپ کې ډیر قدر لري».
ډار مستیز د خوشحال په اړه داسې وایي: «خوشحال د توریالیتوب او شعر ګډ روح درلود».
ګرسیون لیکي: «خوشحال خان د خټکو او پښتون قوم توریالی مشر وو، دده شعرونه له نورو شاعرانو څخه ډیر خواږه او په زړه پورې دي».
بیډولوف د خوشحال په هکله څرګندوي: «خوشحال د لوړې پوهې خاوند وو، هیڅ داسې یوه خبره نشته، چې په شعر کې یې نه وي راوستې، زیاتره شعرونه یې د هیواد پالنې رنګ لري».
ډاکتر ګریمسن اثر «د افغانستان ادبیات» کې د خوشحال په اړه داسې نظر څرگندوي: «خوشحال خټک د کلاسیکې دورې نامتو شاعر او د پښتو ادب پلار دی».
روسي ختيځپوه اسلانوف هم په خپل کتاب (د روښانیانو ملي نهضت) کې کښلي دي: «په پښتو ادب او شعر کې تر ټولو لوی سړی خوشحال خان خټک ګڼل کيږي. دی د پښتون قوم مشر، شاعر او سپه سالار دی
.
همدارنګه ، سونخیف لولف او ډیرو نورو ختیځپوهانو د خوشحال د ګڼ اړخیز شخصیت په باب بېلابېلې څرګندونې كړې او لا دوام لري.
ځیړونکی
عبدالرحمن منګل