په افغانستان کی له هم ماشومان د زده کړی څخه بی برخی دی

Posted on at


په افغانستان کی له هم ماشومان د زده کړی څخه بی برخی دی


هره مور اوپلار ارمان لری چی زوی یا لور په عمومی توګه اولادونه یی په زده کړه سمبال شی او په راتلونکی کی د نورو په شان هوسا او ارامه ژوند ولری خو بد بختانه په تیرو دریو یا لسییزو کی زموږ هیواد او ددی هیواد بچیان په توره تیاره کی او د زده کړی له بهیر څخه لری پاتی شول او دوی یوازی د ټوپک په ویشتلو ډیر ښه پوهیدل دا هم زموږ د هیواد دښمنانانو داسیسی وی چی نه یی غوښتل چی زموږ د هیواد بچیان د زده کړی له روشنایی برخورداره شی



د نوی نظام په راتګ سره چی اوس یی تقریبا ۱۲ کاله تیریږی ډیری خلکو ته او د هیواد بچیانو ته د زده کړی زمینه برابره شوه خو هغه په هغو برخه کی چی یا په هغو سیمو کی چی امن او امنیت شتون لری کیدای شی او سنی نظام چارواکی دا ووایی چی په لکونو ځوانان او ماشومان د ښوونځیو او د لوړو زده کړو لپاره



پوهنتونونو ته درومی او دوی خپلی زده کړی کوی خو ددی تر څنګ ډیری هغه ماشومان چی د پلازمینی کابل څخه په لرو پرتو ولایتونو او والسوالیو کی ژوند کوی او دوی لپاره د زده کړی زمینه نه ده برابره او ان تر دی چی په ځینو سیمو کی اصلا امنیت شتون نلری او د امنیت د نه شتو ن له امله ماشومان د زده کړی څخه بی برخی شوی او او ځوانان یی د مخالیفونو له لیکو سره یو ځای کیږی او ددی بی وزلی ولس پر وړاندی استعمالیږی



او که چیری پلازمینی کابل ته پام وکړو د ښار په هره برخه واړه ماشومان په بیلا بیلو درندو کارونو بوخت دی او ډیری ماشومانوته  بسته د یو  فامیل ساتلومسولیت په غاړه دی او له مجبوریته سهار له کوره راوزی او تر مښام پوری کارکوی چی په مقابل یی دغو ماشومانو ته د ورځی ۲۰۰ افغانیو څخه زیات مزد نه ورکول کیږی



یوه ورځ د کور څخه د دفتر په لوری روان وم او د موټره لپاره د موټرو په تم ځای کی ولاړ وم کله چی موټر راغی ګورم چی یو کوچنی هلک چی عمر یی تقریبا ۱۰ یا ۱۱ کاله وی د موټر وان سره د کلینډر په حیث کار کاوه او دروازی پوری ځان نیولی وه او د ښار ناری یی وهلی دا خو یی یو بیلګه ما تاسو ته وړاندی کړه



په دی شان موټرو کی اکثرا ماشوما ن کار کوی ځکه ماشوما ن دلویانوڅخه په کمه مزدوری قناعت کوی او دی ورته په نورو بیلا بیلو برخو کی په کارونو باندی بوخت دی



 او د زده کړی څخه بی برخی دی هغه ماشومان چی نازک لاسونه یی  د قلم لپاره جوړ دی خو بد بختانه چی دوی په دغو نازکو لاسونو باندی درنه کارونه ترسره کوی او او دا نازک لاسونه یی تور او خیرن نیولی ددی پر ځای چی دغو نازکو لاسونو ته کتاب او قلم په لاس کی ورکړی خو داسی څه نه تر سترګو کیږی 



نو زموږ هیله دا ده چی چی د اوسنی نظام چارواکی باید دغی ستونزی ته جدی پاملرنه وکړی ما شومانو ته یوه داسی تګلاره جوړی کړی چی دغه ماشومان هم خپلی زده کړی تر سره کړی او د زده کړی تر څنګ دی حرفوی کارونه هم په لاره وچوی او په مقابل کی یی یو څه اندازه معاش وټاکل ترڅویو اندازه  د دوی اقتصادی ستونزی هم حل شوی وی



نو په دی کار کولو سره موږ توانیدلی وچی د بی سوادی مخه و نیسو او ټولنی ته به یو نیک او با سواده شخص وړاندی کړی وی او تر څو چی موږ د هیواد ماشومان په زده کړه سمبال نه کړونو په راتلو نکی کی به همدغه ماشوما د د غی ټولنی د اوږه بار وی


 د نن ورځی ماشوما د سبا ځوانان او د راتلونکی مشران دی .


لیکوال او ژورنالیست


عبدالرحمن منګل 



About the author

160