ګرانو زده کونکو:
د دغه اونۍ په آخر کی د مولانا عبدالله هاتفی لیسی ښځینه او نرینه زده کونکو خپل آزموینی یی پای ته ورسولی او ټول زده کونکو د خپل آزموینی نه خوشاله ښکاریدل. او هم د هاتفی لیسی مدیری فاضلی حمیدی هم د ښځینه زده کونکو پارچی یی د ۷ نه تر ۱۲ په (۱۳۹۲/۹/۲۵) تاریخ باندی ورکړلی چی تراوسه د نورو دولتی ښوونځیانو خپل پارچی زده کونکو ته نه دی ورکړی چی دا پخپله د دغه ښوونځی مدیری فعالیت ښایی.
او هم د ښوونځي ټول زده کونکی رخصت شول او مدیری د هغو نه وغوښتل چی خپل رخصتی وختونو کی درس او زیار وباسی ترڅو چی راتلونکی کال ته چمتو اوسی.
او هم په دغه آخرو کی اداری د ښوونځی نوی تعمیرو پاک کولو برخه کی زیار آباسی او هم د زده کونکو پلار او مور نه غواړی چی دوی په دغه برخه کی کمک او همکاری کړی.
او هم په دغه آخرو کی د مولانا عبدالله هاتفی لیسه د ښه پرمختکونو نه برخورداره دی٬ او هم کولی شی شاید په راتلونکه کی د ښو ښوونځیانو نه په افغانستان کی شی.
د هاتفی لیسی یو زده کونکی وینا:
زه د هاتفی لیسی یوه زده کونکی یم او په دولسم ټولګی کی یم او زموږ په ښوونځی کی افغان سیټآدل شرکت ډیر خدمتونه کړی دی چی دوه کاله کیږی چی په هاتفی لیسه کی د افغان سیټادل شرکت له خوا نه د کامپیوټر او انترنټ ټولکی زده کونکو ته چمتو شوی دی. او هم د افغان سیټادل شرکت د فلم نامه لیکلو دوی دوری ټولګیان یی هم پیل کړی دی چی د هغو نه هم یو زده کونکی زه یم چی د یوی میاښتی لپاره می زده کړه ونیوله.