په ماشومانو کې شرم او کم جرات

Posted on at


د روزنيزو علومو پوهان په دې اند دي، چې د ماشومتوب پړاو د راتلونکي ژوند په جوړښت کې ډېر ستر رول لوبوي او که د ماشومتوب پړاو له ستونزو سره مخ شي؛ نو د هغه ماشوم په راتلونکي او په ټوله کې به په ټولنې ډېر منفي اغېز ولري.



که په ځينو ماشومانو کې د شرم او کم جراتۍ ستونزه وليدل شي؛ نو ميندو، پلرونو او ښوونکو ته لازمه ده، چې د دې ستونزې د لمنځه وړلو لپار مبارزه وکړي، ځکه چې د دې ستونزې په لرلو سره ماشومان شرمناک او ګوښه ګير کېږي او د ټولنې او کورنۍ د اوږو بار جوړېږي.



د کم جراتۍ او حيا ترمنځ توپير


د دې دواړو ترمنځ ډېر توپير شته دی، کم جراتي عبارت ده له: د ماشوم ګوښه ګيري او د يوازيتوب خوښول او دغه ماشوم غواړي، چې له ناستو او غونډو څخه لرې ووسي، غواړي تل يوازې اوسي او له نورو سره اوسېدل يا  


روغبړ کول ورته ښه نه ښکاري. خو حيا بيا د هغو عادتونو ټولګې ته وايي، چې ماشوم يې د ژوندانه له پيله خپلوي، هغه عادتونه، لکه: ځان له ګناه څخه ژغورل، مشرانو ته ا حترام کول، له ناروا کارونو څخه ځان لرې


 


ساتل او ورته نه کتل او همدارنګه له دروغ ويلو او حرامو مالونو خوړلو څخه ځان ساتل حيا ګڼل کېږي او غواړي ټول وخت د خدای (ج) په اطاعت کې تېر کړي. دا ټول ويل شوي کارونه هېڅ وخت په کم  جراتۍ کې نه شمېرل کېږي.


 


ادامه لری ...



About the author

160