که څه هم ښکار کولوته په اسلام کی اجازه ورکړل شوی ده او که دتاریخ پاڼی هم راواړوو نو هلته هم به هم په ښکاره لیکل شوی وی چی دنړی دوګړو ژوند په پخوا په ښکار سره روان وو نو دا کوم داسی کار نه دی چی یا خودی داسلام دمبارکو احکامو خلاف وی او یادی دانسانو دکړو وړو په خلاف وی بلکه دانسان لپاره یوه سرګرمی هم دی او زمونږ په هیواد کی خو چی څوک لږ غوند ستړی شی اویاهم لږ خپه شی نو دښکار وسایل راواخلی او پسی په غرونو او رغونو کی ګرځی او ښکار کوی.
مګر یوازی یوه میاشت وړاندی شاوخوا ۱۶۰ تنه عرب له سعودی عربستان څخه دافغانستان یو لویدیځ ولایت هرات ته دښکار په موخه راغلل او افغانستان رسنیو وویل چی دغو کسانوته د دافغانستان د امنیتی چارواکو لخوا ورته شاو خو ۶۰ تنه امنیتی ځواکونه ګمارل شوی دی ترڅو ددغو ښکار کوونکو امنیت وساتی.
اوس پوښتنه دلته پیدا کیږی چی آیا په عربی هیوادونو کی ښکار نه پیداکیږی چی دلته راځی؟ او بیا په ژمی کی ښکار کول یو څه ګران کار هم دی دوهم داچی یو بل داسی هیواد نشته چی دوی ښکار پکی وکړی چی دی نا امنه هیواد کی خپل ژوند په خطرکی اچوی؟ او که دا هسی یوه بهانه ده او دوی نورنور پلانونه لری که لږ ځیر شو له دی وړاندی هم یوه ډله هم دی هیواد ته راغلی وه چی وروسته بیا له همدغو ستراتیژیکو او حساسو نقطو څخه جګړه پیل شوه او وروسته یی ټول هیواد ونیوه اوس ویره پیدا کیږی چی بیا هسی یوه داسی واقعه پیښه نشی او دا ښکارونه دافغانستان امنیت ښکار نه کړی.
ښکار د بین المللی قوانینو او اوصولو له مخی منع دی او دافغانستان په قوانینو کی هم ځای نلری نو بیا ولی یو څوک له یو دریم هیواد نه دلته راځی او دنړیوالو اصولو خلاف کار کوی آیا افغانستان داسی یو هیواد دی چی دنړیوالو او ملی قوانینو خلاف کارونه دی پکی وشی؟ دقانون ماتونی لپاره مناسب ځای افغانستان دی نور نو افغانان ولی باید په قانو ماتونی تورن شی دنړی هر وګړی چی زړه یی وغواړی قانون مات کړی افغانستان ته به راځی دشرق او غرب نه ټول خلک ددی لپاره راځی چی افغانان دښکار بشری حقونو اجتماعی عدالت او ځینو نورو مسایلو په بهانه وزوروی او دخپل کور جګړه او دکلی سیالی دی جنګ ځپلی هیواد ته راوړی.