مقاله لیکل د افغانستان په ښوونځیو کی او انکس فلم

Posted on at


د تجربوی ښځینه ښوونځی یو د هرات موفقه ښوونځیو نه دی چی د دغه ښوونځي زده کونکو په دغو وختونو کی یی د اجتماعی رسانو او انکس فلم زده کولو پروګرام کی ګډون نیول دی.


هره ورځ د مقاله لیکلو تمرین جریان لری او زده کونکی ډیر په ټینکه توکه زده کولو ته یی مله تړلی ده ترڅو چی وکولی شی د مقالو لیکلو قوانین په ښه توکه زده کړی.



یو شمیر ډير زده کونکی د کامپیوټر او انترنټ زده کولو نه محرومه ول او د امنیت٬ فقر٬ او نورو اجتماعی او فرهنګی موضوعاتو له کبله سبب شوی وو ترڅو چی زده کونکی د دغو زده کړو نه شاته پاتی شی او ونشی کولی د خپل استعداد نه په ښه توکه کار واخلی او خپل غږ د خلکو او نړیوالو غوږ ته ورسوی.


د دغه اونۍ په جریان کی زده کونکی د ویندوز پروګرام یی په ښه توکه خلاص کړلو او آزموینه یی تر اوسه د ښوونکی له خوا نه نیول شوی نه ده او ښوونکی کوښښ کوی چی هرڅو ژر آزموینه ورنه واخلی او وروستنی پروګرام ته پیل وکړی.



او هم د دغه اونۍ په جریان کی زده کونکی د ملی سرود٬ وینا٬ خبرو او اترو او د طنز او لوبو ځینو تمرین کولو باندی او د ډالیو وېشلو لپاره بوخت ول چی په ۲۰۱۴/۱/۲۲ تاریخ باندی د دغه ښوونځی د نړیواله کچی ګتونکی ورځ ولمانځل شوله.


د دغه مجلس ګډونکی ځینی فرهنګی٬ اجتماعی٬ د ښوونځیو ښوونکی٬ زده کونکی او ځینی نور میلمانه ول٫ او مجلس د قرآنکریم سورو ویلو سره پیل شولو او وروسته د هغو نه د ډالیو وېشل او د ملی سرود ویلو وروسته د ځینو طفریحی پروګرامو سره مجلس پای ته ورسیدلو.



د ښوونځیو زده کونکی ډیر خوشاله ول او ښوونکو په ویاړ باندی د هغوی مجلس یی کتلو د زده کونکو خوشاله دومره وه چی ویل یی ناممکنه دی٬ د تجربوی ښځينه ښوونځي مدیری په ډیر غرور باندی یی د خپل ویاړ راړونکو زده کونکو نه یی یادونه کړله او هغوی یی تشویق کول ترڅو چی بیا هم وکولی شی خپل ښوونځی٬ کورنۍ٬ ټولنۍ او ملت ته یی دغه ویاړ بیا راوړی.


او هم د زده کونکو کورنیو د دغه ویاړ نه چی د اولادونو له خوا نه یی لاسته راغلی وه د خوشالی احساس یی کولو او خوشالی یی بی حده ډیره وه.



مجلس په خاص نظم٬ خوشالی او موفقیت باندی پای ته ورسیدلو او خاطری یی زموږ ښار٬ کورنۍ٬ زده کونکو٬ ښوونکو او ګډون کوونکو ته پر ځای پریښودلی.


هیله ده چی بیا هم د افغانستان زړوره او رنج لیدونکی ښځی وکولی شی لکه دا غوندی موفقیتونه لاسته راوړی او د پرمختک لاری یو د بلی پیسی تیری کړی.


 او هم کولی شی زما د مختنی مقالو لیدلو لپاره په لاندی لینک باندی ټک ووهی: http://www.filmannex.com/Tajrabavihighschool



160