په بیلابیلو برخو کې د افغان میرمنو ستونزی

Posted on at


 


د بدمرغي او محدودیتونو کلونو د افغان میرمنو په سیاسي ،، کلتور ټولنیزي او د نورو تولیدي برخو په فعالیتونو دومره اغیزه کړی چې باید دغه محرومه قشر له ټولنې څخه د ژوند په کړاونو کې بند پاته شي،دوی ټولې هغه خپلواکیانې چې خدای (ج) خپل ټولو مخلوقاتو ته ورکړي دغه مظلومه قشر له هغه څخه بی برخی دي ، د تیارو له وجهې څخه دوی د کور له حدودو څخه د وتلو او په دولتي ادارو کې د کار کولو حق نلري



په افغانستان کې د موقتې اداري له منځته راتګ څخه وروسته نړیواله ټولنه په دی هڅه کې شوه چي د ښځو په ټولنیز ژوند کې ځینې بدلون راشي تر څو دغه ښځې له مجبوریتونو څخه وژغورل شي، خپلواکې شي او په سیاسي ، ټولنیز ، کلتوري برخو کې رول ولري


د یادونې وړ ده چي د ښځو دغه ډول بی برخې کول د هغوی په وروسته پاته کیدو کې بې تاثیره نه ده او دا شوني تاثیرات تر اوسه هم د هیواد په ښځو کې لیدل کیږي


له دي سره سره چي په دی وروستیو کلونو کې ځینې مهمې پیښې د ښځو د ټولنیز ژوند په پرمختګ کې رامنځته شوي لکه د خپلو خوښې تحصیلي رښتو ته لار موندل ، او حکومتي او پارلماني ادارو ته لاس رسی دا ټول له ښو پرمختګونو څخه حسابیږي ، خو سربیره پر دی یو ګڼ شمیر ښځې لا تر اوسه هم د خپل حق څخه بې برخې دي 



د وخت په دغه مقطع کې ښځې د سواد له نعمت او ښوونځیو ته له تګ څخه بې برخې دي ، او مجبور کیږي تر څو په کښتونو کې کار وکړي، او یا د کوچنیوالی په سن کې په زور او زیاتی د شتمنو خلکو په نکاح راوستل کیږي ، او یا هم د (بد او پور) په نوم د ظالیمو او بې رحمه خلکو ته سپارل کیږي



دا په داسی حال کې ده چې د بشریت نړۍ د پرمختګ پر حال کې ده حتی تر دی چې مونږ د مسلمانو ښځو فضاء ته د ختلو شاهد یو، او د رسنیو له لاری یې وینو او اورو چی د نړي د ګڼ شمیر هیوادونو ښځې د لوړو دولتي، حکومتي ، پارلماني ادارو کې د لوړو څوکیو خاوندانې دي



که چیری قرآن او د اسلام مقدس دین په نظر کې ونیسو، دغه آسماني دین ښځو ته یو ځانګړی ځای په نظر کې نیولی دی، د بیان آزادي، مساوات ، د انسانانو تر منځ د تبعیض نشتون،د ټولنیز عدالت پلی کول ، په مشروع کارونو کې د ګډون حقوق او داسی نور په لسګونو مشروع حقوق د شریعت په چوکاټ کې د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي


په هر حال که هر څومره په ټولنه کې د ښځو د ستونزو په اړه خبرې وکړو، بیا هم لږ ده ، نو راشئ چې لاس په لاس شو او ټولنه داسې جوړه کړو چې ښځې او نر ته په یوه سترګه وکتل شي، تر څو یې حقوق مساوي شي


لیکونکی: محمد خالد خان ستانکزی



About the author

160