د افغان نجونو استعداد او انکس فلم په افغانستان کی

Posted on at


د افغان نجونو فکر د ستاینۍ وړ دی٬ د هغوی جالبه او جذابه موضوع ګانو لیکل د ښکلو او د افغان ښځو ډک احساساتو نه دی. کله چی د هغوی کومه لیکل شوی موضوع لولم یو ډیر لوی درد د لیک هره برخه کی احساس کوم شاید وشی کولی د قلم اخیستلو سره او لیکل سره خپل زړه آرامه کړی او خپلی ستونز وویلی شی.


دومره مینه چی زده کونکو د بلاګ او موضوع ګانو لیکلو ته یی د خپل ځان نه ښودلی ده هیله ده چی افغان سیټادل او انکس فلم سایټ وکولی شی یو د ښو او لوی کمک کونکو نه د افغان ښځو لپاره اوسی.



دومره پرمختک چی اوس افغان سیټادل یی په افغانستان کی لری ویلی شو چی په دغو نیږدی وختونو کی به یوه ډیره لویه لاسته راوړنه د ښځو پرمختک برخه کی ولری.


د تجربوی ښځینه ښوونځی یو د هرات لویو او نامتو ښوونځیو نه دی چی د ۶۰۰ نه ډیر زده کونکی یی په دغه ښوونځی کی او هم د پوهنتون نه د کامپیوټر ټولګی کی ثبت کړی دی چی اوس د اجتماعی رسانو زده کولو په حال کی دی. د دغه ښوونځی اکثره زده کوونکی په انکس فلم کی یی ګډون کړی دی او خپلی لیکل شوی موضوع ګانی د انکس فلم پاڼه کی یی کښښدی او په اجتماعی رسانو کی یی شریک کوی.


 


که څه هم افغان ښځی د ډیرو ستونزو سره په ټولنه کی مخامخ دی٬ د دغه قشر زیار او کوښښ د دغه اجتماعی او فرهنګی فشارونو څنک سره د ستاینۍ وړ دی.


کله چی د افغانستان تاریخ ته کورو افغان ښځو ډیر ویاړونه یی د خپل خاوری لپاره لاسته راوړی دی مګر له بده مرغه د ژوند په جریان کی یی د ځينو ستونزو سره مخامه شول چی هغو یی د صبر سره بیا هم ضعیفه کړل. د افغان با استعداده او ښکلی ښځی د خپلو کورونو کی د کورنۍ له خوا نه یی د فشار لاندی راغلل او نه داچی د زده کړی نه شاته پاتی شوی دی مګر پر ارواح یی هم اغیزه کړی ده او خپل خلاقیت یی د لاس نه ورکړی دی او دوی ونشو کولی کوم پرمختک په کومه برخه کی ولری.


 


که څوک د هغوی دردونو ته  غږ ونیسی که هر انسان احساس ولری سترګی به یی د اوښکو نه ډکلی شی. یو شمېر ډیر ارګانونه د افغانستان ښځو پرمختک لپاره په افغانستان کی فعالیت کوی٬ مګر تر اوسه هیڅ یو یی هغه کمک یی چی باید هغو ته کړی وی نه دی کړی. ځینی شعارونه د نرانو پر وړاندی ورکول کیږی چی هغه هم د ځینو ناپوهو کورنیو جګړو سبب کیږی٬ په دغه صورت کی باید په هماغه وخت کی د هغوی درد ته ورسیږی٬ مګر هغوی قربانی کیږی. تراوسه هیڅ کوم ه ښځه خپل هغه حق او حقوق ته چی باید رسیدلی وی نه دی رسیدلی٬ تل نر سالار په کورنیو کی حکومت کوی او ښځی د ځینو دلایلو لکه د ماشوم درلودل٬ د فامیل حیثیت ساتل او د اولسی جګړر له سببه د خپل حق نه محرومه دی او چوپ پاتی شوی دی او خپل د رنج ډک ژوند ته یی ادامه ورکړی ده.


 


شاید افغان سیټادل شرکت وکولی شی د هغو ستونزو او رنجونو د حل لاره وشی او هغوی ته د پرمختک او د دغه محرومیت نه لپاره خدمت وکړی.


د تجربوی لیسی زده کونکی د هغه هیله باندی چی وکولی شی خپل هیلو ته ورسیږی په دغه ټولګیو کی یی ګډون کړی دی او زده کولو باندی بوخت دی. 



که غواړی زما مختنی مقالی وګوری کولی لاندی لینک ته ولاړ شی: http://www.filmannex.com/Tajrabavihighschool



160