څرنګه په ویبلاګونو کې لوړ کیفیت ته لاس رسی پیدا کړو او په Annex Press کې وټاکل شو

Posted on at


Film Annex د فیلم او ویبلاګ لیکنې د ویش او خپرېدو یو پلټ فورم دی. فیلم جوړونکي د ویډیوګانو په اپلوډ کولو سربیره کولای شي چې ویبلاګ لیکنه هم وکړي، همدا شان لیکونکي کولای شي مقالې ولیکي او له دې لارې عاید لاس ته راوړي. ټول کارونکي د خپل BuzzScore  په اساس مزد اخلي، دا کار په ټولنیزو رسنیو کې د هغوی د ګډون ته ایښودلو وړتیا  او په مخاطبینو باندې د هغوی اثر کول ارزوي. دا کار د هغوی د فیلمونو شمیر هم په پام کې نیسي، دا تګلاره د ویبلاګ د کیفیت د لیکونکو لپاره د اهمیت وړ ده.


ټول بلاګونه چې په Film Annex کې خپرېږي زمونږ د کاري ټیم په واسطه له نظره تیریږي او امتیاز ورته ورکول کیږي. تاسې کولای شی ترټولو ښه ویبلاګونه په Annex Press کې ترلاسه کړی. په Annex Press کې د ویبلاګ ځای نیول د BuzzScore  د زیاتیدو لامل کیږي. خو څنګه کولای شو چې د کیفیت کچه هغې اندازې ته ورسوو چې د Annex Press له خوا وټاکل شو او تر ټولو زیات امتیاز په خپله برخه کړو؟ لاندې تاسې کولای شی د هغو مواردو لست وګوری چې زمونږ تدوین کونکی ټیم یې ستاسې د ویبلاګونو له نظره تیرولو کې په پام کې نیسي، په دې اساس تاسې پوهیږی چې څنګه په خپلې راتلونکې مقالې کار وکړی.


ګوګل تکراري مطالبو ته اجازه نه ورکوي، او په Film Annex او یا Women Annex کې د تکراري (کاپي، نمونه اخیستل شوي...) د خپریدو په صورت کې د ګوګل له خوا جریمه کیږو. مونږ خپلو لیکونکو او فیلم جوړونکو ته د لومړنۍ سرغړونې لپاره خبرداری ورکوو، خو د تکرار په صورت کې یې په عاید کې ۵۰٪ کمښت راوړو. لطفاً مطالب مه کاپي کوی.


-          کلیدي کلمات : هغه کلیدي کلمات وکاروي چې ستاسې د موضوع سره تړاو لري. کوښښ وکړئ چې له کلیدي کلماتو نه په عنوان او د لیکنو په مینځ کې استفاده وکړی. هغه څرګند کړی.


-          لینکونه:  ځیني کلیدي کلمات د نورو بلاګونو، یا په Film Annex کې د فیلمونو او نورو خارجي منابعو سره لینک کړی.


-          فیلمونه:  فیلمونه په مستقیم ډول له Film Annex نه په خپل ویبلاګ کې کیږی. د کوډ د کاپي کولو او په ویبلاګ کې د فیلم د ایښودلو لپاره د  "زنځیر"  په تڼۍ د پلییر په پورتنی برخه کې کیڼې خواته کلیک وکړی.


-          انځورونه : هغه انځورونه خپل ویبلاګ ته ورزیات کړی چې ستاسې د ویبلاګ د موضوع سره تړاو لري.


-          کوښښ وکړی چې موضوعات مو زیات لنډ نه وي( لږ تر لږه ۳-۲ پاراګرافه)، یوازې انځورونه یا فیلمونه په کې نه وي، او ګرامري ستونزې هم ونه لري.


له Annex Press نه لیدنه وکړی تر څو د کیفیت کچه زمونږ د همکارانو په ویبلاګ کې کې وګوری او ترې الهام واخلی.


Annex Press په ټوییټر کې تعقیب کړی ترڅو نوې مقالې له لاسه ورنکړی.



About the author

HerayFarzan

I am a founding partner of Afghan Citadel Software Company (ACSC). I graduated from Enqalab High School of Herat in 2007 and was admitted to computer science faculty of Herat University in 2008. I graduated from computer science faculty of Herat University in 2011. Currently, I am studying my Masters…

Subscribe 0
160