په چاپان کې د خوب څخه له پاسیدو وروسته د تازه اوبو څښل د یوه عادت ډول غوره کړی دی. علمی څیړنو هم د اوبو دا ډول څښاک د ناروغیو په مخنیوي، کنترول او درملنه کې ګټور ثابت کړی دی.
د چاپان طبی ټولنې د اوبو دا ډول څښاک سل فیصده ګټور بولي او هغه کسانو ته چې په لاندې ذکر شویو ناروغیو اخته وي ورته په خالی معده سهار وختی له خوب پاسیدو وروسته د تازه اوبو د څښلو توصیه کوي:
1. سرخوږی
2. ځان خوږی
3. د زړه اړونده ناروغۍ
4. د مفاصلو پړسوب
5. د زړه تیز ضربان
6. میرګي
7. چاغتوب
8. نفس تنګي
9. نری رنځ (توبرکلوز)
10. قبضیت
11. د پښتورګو ناروغۍ
12. استفراق
13. د معدی التهاب (ګستریت)
14. نسناستی (اسهال)
15. د شکرې ناروغي (دیابت)
16. د سترګو اړونده ناروغۍ
17. د رحم سرطان او نورې ښځینه ناروغۍ
18. د غوږ، ستوني او پزې ناروغۍ
د تداوی طریقه:
سهار وختي د خوب له پاسیدو وروسته، مخکی لدې چې غاښونو پرس یا مسواک کړﺉ، څلور ګلاسه (4x160ml) تازه او سړې اوبه وڅښی.
د اوبو د څښلو وروسته خپل غاښونه برس یا مسواک کړﺉ او بیا د 45 دقیقو لپاره څښاک او خوراک مه کوﺉ.
له 45 دقیقو وروسته په نارمل شکل خپل خوراک او څښاک وکړﺉ.
د سهارنۍ، غرمنۍ او ماښامنۍ له خوراک وروسته تر 2 ساعتونو پورې نور اضافي څښاک و خوراک مکوﺉ.
د لوړ عمر خاوندان او ناروغ کسان ممکن په لومړیو ورځو کې د څلورو ګلاسونو اوبو د څښاک سره ښه جوړ رانشي خو د څو ورځو په تیردلو سره په تدریجي ډول ور سره عادت پیدا کوي.
د تداوی پورتنۍ کړنلاره د ناروغانو د جوړتیا او د روغو کسانو د سالم صحت ضمانت کوي.
په لاندی لست کې د ځینو ناروغیو د مخنیوي، کنترول او درملنې موده هم ذکر شوې ده:
1. د وینې لوړ فشار 30 ورځې
2. د معدې التهاب (ګستریت) 10 ورځې
3. د شکرې ناروغي 30 ورځې
4. قبضیت 10 ورځې
5. سرطان (کانسر) 180 ورځې
6. نری رنځ (توبرکلوز) 90 ورځې
7. د مفاصلو التهاب لپاره په لومړۍ اوونۍ کې دری ورځې او له هغې وروسته هره ورځ
د تداوی پورتنې ګړنلاره هیڅ ډول جانبي عوارض نلري، یوازې په ځینو کسانو کې کیدای شي په لومړیو ورځو کې د بولو د زیاتوالي سبب شي.
دا به زموږ (روغو او ناروغو) لپاره ډیره ګټوره وي کچیرې وکولای شو پورتنې کړنلاره په سمه او منظمه توګه عملي کړو.