د ماشومانو ستونزی په ټولنه کی

Posted on at


ماشومان د افغانستان هغه ګروپ ستونزو لیدونکی جملو نه دی چی د افغانستان دغه څو جګړو کی یی ډیری ستونزی لیدلی دی او اوس هم ښځی او ماشومان د هغه جملو نه دی.

کاری ماشومان تقریبا په ټوله نړی کی شته دی٬ میلیونه ماشومان په ټوله نړی کی مختلفو کارونو باندی لکه په ځمکه٬ ګاډی منځل٬ بازاری٬ شاګردی او نورو کارونو باندی بوخت دی. ترڅو چی د خپل کورنۍ لپاره یوه مړی ډوډی پیدا کړی.

له بده مرغه په افغانستان کی د ماشومانو دغه حالت ورځ په ورځ باندی ډیریږی او هیڅ کوم نهاد د دغه ماشومانو لپاره په جدی توکه پاملرنه نه کوی٬ او هغوی لپاره یی کوم تعلیمی پروګرام نه دی جوړ کړی. چی یو شمېر ډیر ماشومان د ژوند تیریدلو لپاره ډیر سخت کارونه تر سره کوی. دغه ماشومان چی د ټولنی راتلونکی ځوانان دی چی وروسته د هیواد راتلونکه د هغوی په لاس کی ولیږی٬ او هیڅ یو ښاروال باید د دغه ماشومانو حالت بی احساس ونه نیسی٬ موږ باید ټول د هغوی راتلونکی په خاطر باندی یو کار وکړو.

زده کړه د هر ماشوم انسانی حق دی. په نورو هیوادونو کی٬ نه فقط چی د ماشومانو تعلیمی زمینه یی ورته چمتو کړی ده٬ د تعلیم څنک سره یی د لوبو مختلفه سرګرمیانی ورته چمتو کړی ده ځکه د ماشومانو تخیل پرمختک برخه کی کمک کوی او هغوی د فکری او عملی له برخه  واکمن کوی. د راتلونکی فکر نکولو د یو خوا نه او فقر او ویرانه ګی د بلی خوا نه سبب شوی دی چی د افغانستان ماشومان د ښوونځی تلل پر ځآی باندی٬ د خاورو او دوړو٬ د ژمی سړی هوا او اوړی ګرامی کی د یوی مړی ډوډی لاسته راوړلو په خاطر باندی کار ته ولاړ شی.

یو شمېر ډیری کورنۍ د ژوند سختو شرایطو په خاطر باندی هیڅ کله د خپل راتلونکی ته فکر نه کوی او یا هم په واقعی توکه دوی ته هیڅ کوم لاره نه وی چی خپل ماشومان د کار لپاره د باندی ولیږدوی.

په یوه ساده تقسیم بندی کی کولی شو د ماشومانو کارونه په دغه لاندی درېو برخو بان

دی تقیسمه کړو:

ساده کار

خطرناکه کار دروند کار

څرنکه چی هره ورځ په ټولنه کی وینو ماشومان په افغانستان کی د اقتصاد فعالیتونو پر اساس باندی په کار باندی بوخت دی٬ مګر ډیر ماشومان په سرک٬ قالینو٬ ګاډی مینځل٬ د بوټو رنک کول او ډیرو نورو کارونو باندی بوخت دی.

د کار ډولونه د نړیواله سازمان کنوانسیون نظر باندی په لاندی ډول دی:

سپک کارونه: سپک کارونه٬ هغه کارونو ته ویل کیږی چی د انسان فیزیکی حالت باندی لږ اغیزه لری٬ د مثال په توکه د بوټونو زنګول٬ د لاس شیانو خرڅول او نور ...

درانه کارونه: هغه کارونو ته ویل کیږی چی پر انسان باندی په فیزیکی توکه ستونزی ورته پیدا کوی او په خاصه توکه د ماشومانو لویدلو سبب کیږی او سبب کیږی چی ماشوم ښه لوی نه شی او په راتلونکه کی ډیرو ستونزو باندی آخته شی. د مثال په توکه٬ د درنو شیان وړل په ښا باندی  او نورو.

خطرناکه کارونه: هغه کارونو ته ویل ګیږی چی ممکنه دی د ماشومان اوس او یا هم راتلونکی ته خطرناکه اوسی. د مثال په توکه٬ ماشوم په سرکونو باندی کار کوی ممکنه دی د نامشروع تیړی لاندی شی٬ د مخدره موادو قاچاق وکړی او یا هم شاید په راتلونکه کی معتاد شی او یا هم کوم خلاف کاره سړی د ټولنی لپاره شی.

هیله ده چی ټول ښاروالان د دغه ماشومانو راتلونکه په خاطر باندی یو کار وکړی د هغوی ته تعلیمی زمینه چمتو کړی ترڅو چی دوی هم وکولی شی یوه ښه روښانه راتلونکه ولری. 

او دا هم د یوی ماشومی ویډیو چی خپلی سترګی یی په جګړو کی د لاس نه ورکړی دی:

زما د انکس فلم مختنۍ او نویو مقالو لیدلو لپاره په لاندی لینک باندی ټک ووهی:http://www.filmannex.com/Enayatullah

 



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160