اسلامي دولت اوحکومت مکلف دي چې دعامو خلکو لپاره اقتصادي اسانتياوي برابري کړي اوپدي برخه کې ئي دولت ته دوه لاري په ګو ته کړي تر څو و کولي شي چې د هغي په و سيله اقتصادي حالت سمبال کړي
لــــــــــــمړي لاره
دولت بايدداسي اقتصادي سازمانونه جوړکړي چې د هغي په و سيله خلک په ا قتصادي فعاليتونو کې غوره برخه واخلي او د خپلو فعاليتونو او کو ښښونوپه بر کت ځانته ښه ژوندبرابر کړي
دوهمـــــــــــــه لاره
دولت مستقيما نشي کو لي چې په پرا خه پيمانه باندي اقتصادي يا تو ليدي کارونه پيل کړي خود خلکو لپاره به حالات او ا سا نتياوي برابروي تر څو خلک سرمايه ګذاري وکړي اودعامو خلکو دښه ژوند لپاره دضرورت وړ شيان تو ليد کړي
په لمړي لاره کې دا خبره ضروري ده چې ټول افراد بايد خپلو و ظيفواومسوً ليتونوته متو جه شي اويو بل حق و پيژني او د هغي مرا عت وکړي او په دو همه لاره کې دا خبره حتمي ده چې جا معه او ټو لنه به په عمو مي تو ليدي کارونو کې بر خه ا خلي اوهمدارنګه حکو مت بايد د ملي او عمومي سرمائي څخه د فلجو ،بي و ځلو ،کو نډو ،يتيمانو ،مسا فرو ،معيو بينو او محتا جو خلکو مشکل حل کړي او د هغوي لپاره د ژوندوسا يل اماده کړي الله (ج) په قران کريم کې پدي هکله په سورت ا لحشر کې څر ګنده لارښونه کړي چې في ٍ عمو مي مال بايد ديتيمانو ،محتاجو ، اومسافرو خلکو لپاره مصرف اوپکارواچول شي
(ما اَفاء اللهُ عَلَي رَسُلِهِ مِنْ اَهْلِ الْقُرَي فَلِلهِ وَلِلرسُلِ وَلِذي الْقُرْبَي وَالْيتامَي وَالْمَساکِينِ وَابْنِ السبِيل)ِ
هغه څه چې خداي ج خپل رسول ص ته د کلود خلکو څخه ورکړل هغه کې د خداي ج ،رسول ص، د خپلوانو ، يتيمانو ،فقيرانو، او مسافروبرخه شته .
ددي ايات شريف څخه څر ګنديږي چې عمومي مال او د ولت دټولني دغريبو ،محتاجو ،فلجو ،کونډو، يتيمانو حق دي اوتر ټولو د مخه بايد د هغوي ضرورت اواړتيا رفع شي هغه کسان چې د کاروړاود کارکولو توان لري هغوي ته دکارموقع مساعدول او هغه کسان چې د کارکولو توان و نلري دهغوي ټول کفالت او سر پر ستي په حکو مت اودولت باندي ده حکومت و ظيفه لري چې د حالاتو او شرايطو سره سم اقتصادي قوانين جوړاوپه ټولنه کې ئي عملي او تطبيق کړي همدارنګه حکومت بايددحرامو ګټو(سوداواحتکار)څخه خلک منع اود خپل قوت اوقدرت پوسيله دهغوي مخنيوي وکړي په لنډډول سره مو نږپه اسلامي ا قتصاد کې د حکو مت رول ته اشاره کوي.