تل په دی فکر کی وم ترڅو چی خپلواکه اوسم او وکولی شم لږ عایدات پیدا کړم زما کورنۍ لږ مقیده ده او نه پریږدی ترڅو چی زه د کور د باندی کار وکړم او زه فقط د ښوونځی تللو اجازه لرم اوبس! (هغه دروازه چی بنده وتړی بله دروازه خلاصه ده) دخدای پاک مهربانی زما باندی وشوله او یوه دروازه د استعدادونو پرمختک لپاره او هم د هغو څنک سره د عایداتی مبنع زموږ په ښوونځی کی خلاصه شوه.
د افغان سیټادل دفتر د انکس فلم دفتر په همکاری باندی د بلاګ لیکلو پروګرام یی د ګوهر شاد بیګم په ښوونځی کی پرانیستله او ما وکولی شو ترڅو چی خپل د ننه استعدونه او هغه خبری چی په زړه کی می لرم ووایم او د هغو څنک سره خپلواکه اوسم د قدیمیانو خلکو په وینا باندی (هم خرما او ثواب).
د افغان سیټادل شرکت نه ډیره مننه کوو چی دا ډول پروګرام یی د ځوانانو لپاره په لاره اچولی دی.
او دا هم د ګوهر شاد بیګم لیسی فعالیتونه په دغه اونۍ کی:
د ګوهر شاد بیګم لیسی زده کونکو د دغه اونۍ په جریان کی یی خپل ځان په ټویټر کی ثبت کړلو او د کار لاری یی د هغو سره په کامله توکه باندی زده کړلی او هم دا چی څرنکه د هغو له لاری مطالب د خپلو ملګرو سره شریک کړی. او هم دا چی څرنکه خپلو بلاګو ته څرنکه لینک ورکړی درس ورکړل شولو٬ او د (لویی هیلی او د کوڅو ماشومان) په اړه یی مقالی ولیکلی چی انیسی٬ الهام٬ ستاره٬ ... ښی مقالی یی لیکلی وی.
او هم نویو زده کونکو ورد پروګرام یی په ښه توکه باندی زده کړلو او خپل ځانونه یی په جیمیل کی ولیکل او هغوی ته د انټرنټ او کار د اجتماعی شبکو سره په اړه لږ مالومات ورکړل شول.
او هم ځینی لایقه زده کونکو د ۶۰ شیبو فلم یی چی د ټاکنو په اړه وو آماده کړی دی.
او هم کولی شی زما د انکس فلم اوسنۍ او مختنۍ مقالی په لاند لینک باندی وګوری: http://www.filmannex.com/Ghouharshad