قانون او مقررات٬ او د افغان سیټادل کارونه په منځنی آسیا کی

Posted on at


د کاری هر ځای کی لکه د ښوونځی٬ پوهنتون٬ اکادمی٬ دفتر٬ اداره او نورو ارګانونو کی د دندی مقررات درلودل یو اساسی ماده ده. په هر ارګان کی بادی ټول کارونه د هماغه ارګان مقررات پر اساس باندی باید تر سره شی. د دندی مقررات تر سره کول٬ د هماغه دفتر د کار پرمختک٬ چټکتوب او نظم سبب کرځی. که په یو ارګان کی قانون او مقررات رعایت نشی په هماغه ځای کی نه نظم شته او نه هم کوم ترتیب٬ ټول کارونه ګډوډ کیښی٬ هیڅوک نه پوهیږی چی څوک کوم کار وکړی او کوم ونکړی٬ د کار تر سره کولو وخت نامالومه وی چی دغه حالت د هماغه کار او یا هم ارګان د مینځ وړلو سبب کرځي.



څرنکه مخته مو وویل د دندی قانون په یو ارګان کی ډیر مهمه دی او د هاتفی ښوونځی هم یو د هغو علمی او تعلیمی ارګانونو نه دی چی دیر ښکاره٬ منظمه او روښانه مقررات لری چی د هاتفی لیسی ټول کارونه د هماغه مقررات پر اساس باندی تر سره کیږی٬ او په کارونو کی یی یو ځانګړی نظم شته دی. زه غواړم دلته څو نمونی د هاتفی لیسی د مقرراتو نه ستاسو ته ووایم: (د ښوونځی ټولو امورو او اداره رهبری کول٬ د پوهنی وزارت ټول مقرراتو تطبیق کولو پر زده کونکو باندی٬ د تعمیرونه نظارت او لیدنه٬ صحی او چاپیریال فعالیتونه٬ د ښوونځی شنه ځایونو ساتنه٬ د ښه او نیک اړیکو ساتنه د ښوونځی٬ خلکو او د زده کونکو پلار او مور ترمنځ پوری او د نورو کارونو تر سره کول.) د دغه اونۍ په جریان کی په هاتفی لیسه کی د مقررات پر اساس باندی ډير کارونه تر سره شول چی ځینی ته یی په لاندی ډول باندی یادونه کوو:



د دغه اونۍ په جریان کی تقریبا ۶۰ زده کونکو خپل ځانونه یی د افغان سیټادل شرکت په ثبت کړی. او د ورد پروګرام ځینی مهمی برخه په ښه توکه باندی هغوی ته درس ورکړل شوی. او د هاتفی لیسی زده کونکو خپل فعالیتونه یی د انکس فلم په پروګرام کی پیل کړلو او خپلی مقالی یی ولیکی او په خپل شخصی پاڼو کی یی کښښودلی. او هغوی ته د افغان سیټآدل شرکت د مېرمن الهه محبوب له خوا  نه معرفی شولو٬ او دوی یی دغه پروګرام ته ډیر تشویق کړل ترڅو چی نور هم خپل فعالیتونه په دغه پروګرام کی ډیر کړی٬ ترڅو چی وکولی شی خپل ټولنۍ ته خدمت وکړی. 



او هم کولی شی زما د انکس فلم اوسنۍ او مختنۍ مقالو لیدلو لپاره په لاند لینک باندی ټک ووهی: http://www.filmannex.com/Hatifi-Herat 



About the author

Hatifi-Herat

Established in 1938, Hatifi High School is one of the largest schools in Herat, Afghanistan and has 8300 students. The students attend the classes in rotations. The school offers 116 classes only for female students. Film Annex and Citadel are building an INTERNET classroom at Hatifi High School in June…

Subscribe 0
160