که ځمکه له چورلیز حرکت نه ولوېږي، نو څه به پېښ شي!!!؟

Posted on at


که ځمکه له چورلیز حرکت نه ولوېږي، نو څه به پېښ شي!!!؟

دا پوښتنه ((که چېرې دا چورلیز حرکت ودرېږي نو زموږ په سیارې (ځمکې) کې به څه پېښ شي؟)) به مو کمه په ذهن کې راګرځېدلي وي!
دغه ځمکه چې موږ پرې ژوند کوو په یوه ساعت کې 1670 کېلو متره چورلیز حرکت تر سره کوي. ځکه نو یو انګرېز فزیک پوه مایکل ستیونس د ځمکې دې لوړ رقم چورلیز حرکت د درېدو په اړه څېړنه کړې ده او وایي که چېرې د ځمکې چورلیز حرکت په ناڅاپه توګه ودرېږي، نو په استوایي سیمو کې به اتموسفیر د ځمکې چورلیز سرعت سره مساوي خپل حرکت ته دوام ورکړي او په دې ډول به په ځمکې کې ټول هستوګن وګړي له یوه وحشتناک او ویروونکي مرګ سره مخامخ شي. ځکه چې ټول څیزونه او هم په هوا کې شته آلوتونکي به په یوه ساعت کې 1670کېلو متره لیرې په یوه بالستیکي مسیر کې ګوزار شي.
ستیونس زیاتوي چې په دغه مهال کې به ټول شیان د ختیځ لور ته ګوزار شي او د انسان وجود ټول غړي به د یوې پنډوسکې په څېر شي. هغه کسان چې غواړي له دې ډول هیبتناک او ویروونکي مرګ نه خلاصون ومومي نو باید له خورا زورورو او توندو بادونو سره مقابله وکړي، داسې چې مخ ته هر پروت شی له ځانه سره پورته کوي. د نوموړي په وینا د یاد توند باد شدت د اټومي بم له چاودنې وروسته د رامنځته شوي توند او تېز باد سره مساوي دی. چې په پایله کې به یې زوروره زلزله او ستر اور غورځوونکي رامنځته شي.
په دغې موده کې به د ځمکې مقناطیسي ساحه له منځه ولاړه شي او په ځمکې کې ټول هستوګن به د ایونایز شوو تشعشعاتو په منځ کې راګیر شي. همدارنګه د چورلیز حرکت درېدا به ځمکه په یوه بشپړ کروي شکل واړوي چې همدا ساده پدیده بیا د اقیانوسونو د سطحې بدلون لامل کېږي ، د ځمکې زیاته برخه به اوبه ونیسي او زیات لوی ښارونه به اوبه لاندي کړي. په پای کې ویلی شو چې د ځمکې چورلیز حرکت درېدا به په کال کې د شپږو میاشتو ورځو او شپږو میاشتو شپې لامل شي.
د ناسا ((د امریکا فضایي اداره)) په وینا د یادې ټکان ورکوونکي او هیبتناکې پېښې د پېښېدلو احتمال تر راتلونکو څو ملیارده کلونو پورې صفر دی......
((زرغون د څېړنې او ژباړې مرکز))



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160