د افغان اولس خپلواکی او پایداره زده کړی

Posted on at


د خپلواکی باد د هر خوا نه٬ شرق٬ لویدیځ٬ شمال او جنوب نه راغللو ترڅو چی د افغانانو نیول شوی او تنګ غږ ته ښکلا ورکړی٬ ترڅو چی دوی ته بل ځان ورکړی د دغه یوازی او آواره اولس لپاره٬ مرهم اوسی٬ ترڅو چی د هغوی زخمونه جوړ کړی. او هغوی د پرمخته په لور باندی سوق ورکړی.


نور خبره د قفس او حسارت نه نشته٬ نور غږ د جګړی٬ توپ٬ تانک او د ماشومانو او مېرمنو ژړا د میړه په میړنه یی غږونو ته نرسیږی٬ نور ډار نشته دی چی افغان د تصمیم نیولو نه ونیسی او ټآکنه ونکړی او خپله راتلونکه ونه ټاکی٬ دیوار نشته د خپلو هیلو رسولو ته، نور نه درد٬ رنج او نه هم بل شی شته.



خپلواکی یو لوی ضیافت یی رامنځ ته کړلو او ټول اولس یی د زنجیرونو نه آزاده کړل٬ بندی یی آزاده کړلو٬ او دا ډول میلمستیا ته یی دعوت کړلو چی هغوی یی د ټولو غمونو نه آزاده کړلو. او خوږه خندا د هغه وخت نه د ټولو ماشومانو٬ ځوانانو او زړو په خولونو باندی پیدا شوی ده٬ او  هیلی ګل د هغوی په زړه کی پیدا شوی دی٬ او تر ټولو نه ښځی ډیری په دغه بندیتوب کی وی هغه خوشی شوی اوس ښوونځی ته ځی درس وایی او تر ټولو نه مهمه دا چی قلم یی په لاس کی نیولی او د خپل زړه خبری لیکی او د خپل یووالیانو سره یوځای کیږی.



د انکس فلم اجتماعی رسانو تعلیمی ټولګیو پروګرمونو دورونو پر اساس باندی چی په دغه اونۍ کی تیر شولو ډیر تمرکز مو د زده کونکو مقاله لیکلو برخه باندی وو٬ څرنکه چی په هره اونۍ کی په متفاوته توکه باندی د زده کونکو مقاله لیکلو باندی کار وشولو٬ او د پروجکتور باندی د هغوی ستونزی حل شولی. او د دغه درسونو تیریدلو سره د زده کونکو لیک په برخه کی ډیر بدلون راغلی دی او د لومړیو ورځو نه اوس ډیری ښی مقالی لیکی.



هو! اوس د زده کونکو مقالی سریځه٬ نتیجه نیونه او محتوا لری. او ادبی صنایعو نه د خپلو لیکلو لپاره ترنه کار اخلی٬ تشبیه او ستاینه کوی او تر ټولو نه مهمه ګرامری مقررات مراعات کوی او د مقالو انځورونه او ویډیو ګانو باندی ډیر پاملرنه کوی او وروسته د هغو موضوع په اړه لیکلو ته پیل کوی. او د ښوونکی له خوا نه ستونزو ته رسیدګی کیږی٫ او زده کونکی د غوره مقالو په برخه کی د یو بل سره ډیره لویه سیالۍ تر سره کوی.


په دغه سیالیو کی هغه زده کونکو چی غوره مقالی یی لیکی وی دا دی: یلدا٬ مریم٬ سمیه٬ فرزانه٬ مینا او شیما.


اکثریت زده کونکو ډیری ښی او په زړه پوری مقالی ی لیکلی وی چی د غوره مقالی ټاکل د هغو په مینځ کی ډیر سخت کار وو.



مننه


:ګرانو لوستونکی


زما د انکس فلم نویو او زړو مقالو لیدلو لپاره کولی شی په لاندی لینک باندی ټک ووهی: http://www.filmannex.com/Hozakarbas-Herat 



About the author

Hozakarbas-Herat

The Houz-e-Karbas High School was founded in 1962 in Afghanistan. The all-girls school has approximately 4000 students, 92 teachers, 5 senior teachers, one education manager, and one administrator. Many classes are taught in tents. Film Annex built the first Internet classroom at the Houz-e-Karbas High School in May, 2012.

Subscribe 0
160