ناټو به له افغانستان سره خپلو اوږد مهاله مرستو ته دوام ورکوي

Posted on at


ناټو به له افغانستان سره خپلو اوږد مهاله مرستو ته دوام ورکوي


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني او د ناټو نوی سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن غرمه په یوه ګډه خبري غونډه کې راڅرګند شول.


جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني په تېرو ۵ کلونو کې د افغانستان په امنیتي برخه کې د ناټو ځواکونو له پانګونې یادونه وکړه او دغه پانګونه يې د یوه بریالي امنیتي پروګرام چې د امنیتي مسوولیتونو سپارل و، نتیجه وبلله.



جمهور رئیس وویل چې د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو بهیر به د روان میلادي کال تر پایه په بریالۍ توګه پای ته ورسيږي او د روان ميلادي کال دسمبر له ۳۱ نېټې وروسته به یوازې افغان ځواکونه د وسلې د کارونې مسوولیت ولري.


جمهور رئيس غني زیاته کړه: دا به په دې معنی نه وي چې ناټو ځواکونه به له افغانستان سره خپلې همکاري له منځه وړي بلکې د همکارۍ نوی پړاو به پیليږي. په دغه پروګرام کې به ناټو ځواکونه، د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالنې او نورو امکاناتو په برابرولو کې مرسته کوي.


ډاکټر اشرف غني د افغانستان د اقتصاد پر ودې ټينګار وکړ او ويې ویل چې د افغانستان اقتصاد هغې کچې ته باید ورسيږي چې له مخې يې هم د افغانستان امنیتي سکټور په ځان بسیا شي او هم له نړیوالو سره مو اړيکې له اقتصادي پلوه نورې هم پراخې او پیاوړې شي.


جمهور رئيس غني د رسنيو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې جمهور رئيس غني د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپبل سره ژمنه کړې چې د وسله والو طالبانو پروړاندې به په پوځي عملیاتو کې هغه قیوادت له منځه وړي چې پخواني جمهور رئيس کرزي وضع کړي وو، وویل: امنیتي حالت اقدامات غواړي. ما په خپله امنیتي قواوو ته هدایت ورکړی، هغه غوره طریقه، چې په هغه کې هم زموږ ملکي خلک تل خوندي وي او هم زموږ ځواکونه او پولیس پکې شهیدان نه شي، دغه طریقې ما ورته وړاندې کړي او پر هغه به فیصله کوو. دغه هدایت ورکړل شوی پر دغه بوخت دي او له مخې به يې له ډیر غور او دقت وروسته فیصله کوو.


د ناټو نوی سرمنشي ینس ستولتنبرګ چې په دوه ورځيني سفر کابل ته راغلی، په دغې خبري غونډه کې يې د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په برخه کې د جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، کړنې وستايلې.


نوموړي د جمهور رئيس غني او د اجرائيه رئيس عبدالله دغه رهبري د یوه باثباته، حاکمیت لرونکي او ديموکراتيک افغانستان لپاره یوه مهمه کلۍ وبلله.


ښاغلي ستولتنبرګ د ناټو پر هغې ژمنې یو ځل بیا ټينګار وکړ چې د افغانستان ځواک به پیاوړی کوي او د همدغه پیاوړي ځواک پر مټ به افغانستان په یوه پیاوړي هېواد بدليږي.


نوموړی زیاته کړه، دی ډاډه دی چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د امنیت د بشپړ مسوولیت د اخیستو لپاره چمتو دي او په راتلونکي میلادي کال به په امنیتي برخه کې نوې لړۍ دا وي چې د افغانستان راتلونکې د افغانانو په لاس کې وي.


د ناټو سرمنشي وویل چې ناټو به په نوي ماموریت کې د افغان ځواکونو د روزلو، سمبالولو او مشوره ورکولو مسوولیت په غاړه ولري او همداراز له مالي او تخنيکي پلوه به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.


ښاغلي ستولتنبرګ د ناټو پر ژمنې یو ځل بیا ټينګار وکړ چې ناټو به له افغانستان سره خپلو اوږد مهاله مرستو ته دوام ورکوي.




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160