مالداری یا د (څارویو روزنه

Posted on at


مالداری یا د (څارویو روزنه


مالداری یا د څارویو روزنه یو له مهمو شغلونو او حرفو څخه دی چی له ډیرو پخوا زمانو څخه په افغانستان کی دود لری چی خلک له ډیرو پخوا زمانو څخه په دغه شغل باندی بوخت دی او د خپل ژوند ټولی اړتیاوی لکه خوراک ، پوشاک او ځینی نوری اړتیاوی پوره کوی .


د افغانستان زیاتر خلک تقریباً ۸۰٪ سلنه په مالداری باندی بوخت دی چی د هیواد په ټولو برخو کی او زیاتره په اطراف او لرو ولایتونو کی خلک څاروی ساتی


.


هغه ژوی چی په زیاته اندازه په هیواد کی ساتل کیږی هغه غوا ، میږی ، وزی ، پسونه ،هوښ او داسی نور دی چی په پخوا زمانو کی به زیاتره میږی او وزی ساتل کیدلی اما د هغه ځینو مشکلا تو له نظره ددغه حیواناتو په ځای غوا ګانی ساتل کیږی ځکه چی میږی او وزی لویو څړ ځایونو ته اړتیا لری او څړ ځایونه به کمیدل او ځنګلونو کی به سلابونه جاری کیدل او خاوره به له منځه تلل او ددی تر څنګ یوازی د هغوی له پوستکی څخه استفاده کیدله چی وروسته خلکو د وزو او پسونو پر ځای له غوا ګانو څخه استفاده کیږی


.


مالداری یو له هغو حرفو څخه دی چی له ډیرو پخوانیو زمانو څخه خلکو ورڅخه ګټه اخیستله په پخوا زمانو کی خلکو د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مالونو څخه څارنه کوله او خپلی اړتیاوی یی پوره کولی په پخوا زمانو کی تکنالوژی پرمختګ نه وو کړی او خلکو د خوراک او پوښاک اړتیاوی یی له حیواناتو څخه لاسته راوړلی د اهلی حیواناتو څخه به یی ډیره ګټه اخیسته ځکه چی د هغوی له شیدو ، مستو ، چکی ، قروت ، غوړیو څخه ګټه اخیسته او د هغوی له غوښی څخه به یی هم استفاده کوله ددی تر څنګ د هغوی له پوستکی څخه به یی ځانته کالی جوړول


.


په پخوا زمانو کی به د حیواناتو د روزنی لپاره ځانګړی مهارتونو شتون نه درلود او په ډیرو ساده طریقو د هغوی څخه ساتنه کوله چی د ځینو حیوانات نسل د هغوی د ناسمی ساتنی له امله کم شو اما له نیکه مرغه په اوسنیو وختونو کی ډیرښه روشونه منځته راغلی چی د حیواناتو د نسل د پایښت لپاره ډیر ښه اقدام دی .



About the author

160