وخت – سره زر دی

Posted on at


وخت لکه سره زر غوند دی او هیڅ کله بیرته نه راځی٬ هر شیبه چی تیریږی په حقیقت کی زموږ د ژوند نه یوه شیبه تیریږی. هره شیبه چی موږ د خپل ژوند نه خوشی تیره کړو په حقیقت کی یوه خښته زموږ د ژوند ماڼی نه د مینڅ نه ځی. که څه هم وخت د سره زره او پیسو نه هم ګران قیمته دی ځکه چی کله پیسی او یا هم سره زر د لاس نه ورکړو دومواری کولی شو هغه بیرته لاسته راوړو مګر وخت هیڅ کله نشو کولی بیرته لاسته راوړو. موږ د وخت مسافر یو. وخت تل د تیریدلو په حال کی دی همده اوس تاسو چی دغه مطلب لولی ستاسو وخت د تیریدلو په حال کی دی او تاسو د خپل وخت نه په ګټه باندی کار اخلی.


مګر شاید دغو ته مو پام نه وی کړی چی په دغو وختونو کی چی تاسو ژوند کوی څرنکه مو دغه وخت تیریږی؟ آیا تر نه مو ګټه اخیستی او یا ضرر؟ دغه هغه سوالونه دی چی باید پر هغو باندی تمرکز وکړو چی تر اوسه مو ډیر کم په هغو باندی فکر کړی دی٬ او د دغه سوالونو ځوابونه یورنک نه دی. آیا کوم کار مو د خپل ځان او یا هم د بل چا لپاره تر اوسه کړی دی او یا هم دغه مطلب ته مو کومه پاملرنه نه ده کړی.


وخت متمادی دی او هیڅ کله موږ ته نه دریږی ترڅو چی خپل کارونه مو په سستی او په غفلت باندی تر سره کړو او باید په ډیر فکر باندی خپل کارونه مو د وخت پر اساس باندی پلانګذاری کړو. او هغه وخت چی موږ لرو خپل ژوند د هغو پر اساس باندی تیر کړو. ډیر لږ خلک دی چی د د وخت پر اساس باندی خپل ژوند تیروی.



او هم هغه کسانو چی خپل وخت بی ځایه تیر کړی نه دی او د دغه سره زرو نه یی ښه کار اخیستی دی په دغه صورت کی٬ لومړنۍ قدم چی موږ په خپل ژوند کی یی اخلو شاید ناکامه شو. مګر دوېم قدم چی اخلو حتما موفقه به شو یعنی کله چی غواړو خپل موخی او هیلو ته ورسیږږی باید مناسبه وخت ته صبر وکړو یعنی هر شی وخت ته اړتیا لری.


څرنکه٬ کله چی یو ماشوم نړی ته راځی نشی کولی زموږ غوندی خبری وکړی او یا هم په لاره ولاړ شی او حتی ډوډی نشی خوړلی د وخت تیریدلو سره چی لوی کیږی٬ خبری کول هم زده کوی٬ په لاره تلل هم زده کوی او بلاخره د وخت تیریدلو سره خپل زده کړی هم تیروی.


ځوانان باید دغه کمیابه میوی ته ډیره پاملرنه وکړی او ولری او څرنکه چی دوی ته توصیه کیږی باید دوی د نورو نه ډير خپل وخت ته پاملرنه ولری. ځکه هر شېبه چی تیریږی دومواری بیرته نه راځی.



مننه


ګرانو لوستونکو٬


زما د انکس فلم اوسنۍ او مختنۍ مقالو لیدلو لپاره کولی شی په لاندی لینک باندی ټک ووهی:


http://www.filmannex.com/Enayatullah



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160