مخدره مواد - د ژوند خرابوونکی ماده

Posted on at


اوس مهال مخدره مواد د ټولو پرمختکه٬ شاته پاتی شوی او د پرمختک په لور هیوادونو ستونزه ده. هر کال یوه ډیره لویه بودیجه د دولتونو له خوا نه د دغه وژونکی مواد پسی کیږی او یا هم هغه لکښت د متحده ملل سازمان له خوا نه هغه هیوادونو ته چی په هغو کی دغه پیښه ډيره ده ورکول کیږی.


کالونه کیږی چی مخدره مواد د ټولنیزو نقصونو پسی په ټولنو کی په خاصه توکه باندی د شاته پاتی شوی هیوادنو کی دی او یو شمېر ډير ځوانان یی په دغه وژوند ماده باندی اخته کړی دی٬ او د یو شمېر ډیرو کورنیو کرمه ژوند یی خراب کړی دی او د دغه مواده اخته شوی سړی ژوند او ځان یی تور او برباد کوی. دغه پیښه ډيره د شاته پاتی شوی هیوادونو کی د خپل ځان نه خسارت پر ځای پریږدی٬ ځکه چی په دغه دول ځایونو او هیوادونو کی د زده کړی کچه کارته ده او بیکاری٬ فقر او ډيری نوروی ستونزی په دغه ټولنه کی ډیری دی او د ځوانانو اخته کیدل په دغه وژوند ماده باندی په دغه ډول هیوادونو کی ډیره دی.



د دغه وژونکی مادی مبارزی لپاره باید دغه ماده وپیژنو٬ مخدره مواد څه شی دی؟ د هغو مصرفول د کومو وختونو نه د بشریت په ژوند کی پیل شوی دی؟ او یا هم لومړنۍ ماده یی٬ تریاک د کوم وخت نه انسان پیژندلی ده؟


د مخدره مواد پیژندلو برخه کی ویل شو چی: هغه ټولی داروګانی چی د اعتیاد سبب وګرځی٬ او سستی راوړونکی٬ شورانګیزه٬ او یا هم خوب راوړونکی وی د عامه فرهنګ له نظره مخدره ګڼل کیږی.



او هم ډیر یی نه دا چی مخدره نه دی ... مګر د نورو بدلونو سبب د مصرف کونکی په ځان کی کیږی او په ځینو برخو کی ډیری بدی اغیزی پر مصرفونکی باندی کښښدی. مخدره مواد پرته د معتادیت نه ځینی نور ډير پراخه ځانی٬ روانی او نور بدلونونه د انسان په ځان کی رامنځ ته کوی. چی هیڅ کله یو معتاده سړی په مخدره مواد باندی نه غواړی چی په ټولنه کی د خلکو سره کښینی او د هغو سره خبری وکړی٬ تل غواړی چی د ټولنۍ خلکو نه لری ژوند وکړی او په خرابه ځایونو کی اوسی.



چی دا پخپله یوه ډيره لویه ستونزه د هغو په روانی برخه باندی کښښدی. چی د ارواح پوهی له نظره د ټولنی نه یی لری کوی او هیڅ کله د ټولنیزو کارونو کی برخه نشی اخیستی. او د سیاسی له نظره٬ هغه د هیواد سیاسی کارونو نه لری ساتی او هیڅ وخت د هیواد راتلونکی لپاره کوم کټه ور کار نشی کولی.



مننه٬


ګرانو لوستونکو٬


:زما د انکس فلم اوسنۍ او مختنۍ مقالو لیدلو لپاره کولی شی په لاندی لینک باندی ټک ووهی


http://www.filmannex.com/Enayatullah 



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160