د مشرانو جرګې ځینې غړي د ډېپلوماټیکو قوانینو او الهي احکامو د ناخبرۍ له امله باید رسماً بښنه وغواړي

Posted on at


د مشرانو جرګې ځینې غړي د ډېپلوماټیکو قوانینو او الهي احکامو د ناخبرۍ له امله باید رسماً بښنه وغواړي: 
پاکستان ته د ښاغلي اشرف غني او ورسره مل پلاوي له سفر څخه څه باندې یوه اوونۍ وروسته په مشرانو جرګه کې د دې سفر خبرې مطرح شوې. په دې بحث کې ځینو له ډېپلوماټیکو قوانینو او نبوي سنتو ناخبره غړو د یاد پلاوي د غړي ډاکټر فاروق وردګ او مولانا فضل الرحمن تر منځ د روغبړ خبرې رایادې کړې. 
اول خو دا چې مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې د یو ګوند مشري کوي چې دا ګوند د پاکستان د دولت لخوا د یوه مهم اپوزېسیون په توګه پېژندل شوی او د پاکستان په (بلک لېسټ) کې شامل نه دی، کله چې دا ډول پلاوي له هر هېواد څخه پاکستان ته ورځي د پاکستان دولت دې پلاوو ته د یاد ګوند سره د ملاقاتو زمینه برابروي. د ډېپلوماټیکو قوانینو په رڼا کې دا پلاوي حق لري چې د یاد ګوند له مشر سره یواځې د یو اړخ په توګه په نېکه فضا کې ستړي مشي او ملاقات ولري او په اړینو دوه اړخیزو موضوعاتو بحث وکړي. له افغانستان څخه د تللي پلاوي ټولو غړو له فضل الرحمن سره وکتل او روغبړ یې ورسره وکړ ، خو دا چې ځینې تعصب ګرې رسنۍ د ښاغلي وردګ پرمختګ نشي زغملی، نو خکه یې د ضعف د نقطې په توګه هر ځل د تلویزیون په پرده یواځې د ده انځور ښکاره کوي. د ضعف نقطه ځکه نشو ورته ویلی چې حضرت محمد (ص) فرمایي چې: (اولا ادلکم علی شی‌ءِ اذا فعلتموه تحاببتم افشو السلام بینکم) ژباړه: آیا تاسو ته داسې څه در ونه ښیم چې په کولو سره یې ستاسو په منځ کې مینه محبت زیاتېږي، هغه یو بل ته سلام اچول دی. د دې سفر یواځینۍ موخه همدا وه چې د دواړو هېوادونو تر منځ په دوستۍ کې زیاتوالی راشي او دوړاه په ګډه سولې ټینګښت ته کار وکړي. دا چې څومره دا پلاوي په خپله موخه کې بریالي شوي دا ځانګړی بحث دی. 
کله چې مولانا فضل الرحمن د افغانستان له پلاوي سره د پاکستان د یوه جګپوړي ګوندي مشر په توګه ملاقات کوي باید چې په خلاصه ټڼډه ستړي مشي او ملاقات ورسره وشي ځکه زموږ د پلاوي موخه خو د سولې راوستل وو، او له بل لوري لوی خدای (ج) په څرګنده توګه په قرآنکریم کې فرمایي چې: (و یقولو التي هی احسن) یعنې تاسو له یو بل سره په نرمۍ او ښې طریقې سره خبرې وکړئ.
کله چې داسې ده نو د مشرانو جرګې ځینو غړو په بشپړه توګه تجاوز کړی او باید په رسمي ډول بښنه وغواړي، دا هېچا ته په هېڅ صورت د زغملو وړ نه ده چې هر څوک دې له معلوماتو درلودلو پرته د افغانستان په وګړو پسې بې ځایه تهمتونه وکړي، که بښنه ونه غواړي هېڅ رښتیني افغان ته د قبلېدو وړ نه ده.



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160