اموي خلافت

Posted on at


اموي خلافت

دهجري قمري ۴۱ کال دربیع الاول په میاشت کې حسن دعلي رضی الله عنه زوی له خپل خلافت څخه دحضرت معاویة بن ابي سفیان لپاره تیر شو داپه داسې حال کې و چې دعراق خلکو دحسن رضی الله عنه سره له هغه وروسته چې پلاریې علی رضی الله عنه وفات شو، دخلافت بیعت کړی ؤ.

په حسن رضی الله عنه باندې مسلمانان راټول شول او ډیره مینه یې ورسره کوله او دې ته یې اړباسه چې دمعاویة رضی الله عنه سره جګړه وکړي سره له دی چې حسن رضی الله عنه دوینو تویول نه خوښول خو بیاهم جګړې ته دخپلو لښکرو سره روان شو، په لاره کې ځینې ملګري ورڅخه بیل شول، او حسن رضی الله عنه هم ډیر په تنګ شو.

بیا یې معاویة رضی الله عنه ته یو استازی ور ولیږه، ترڅو سوله ورسره وکړي.

لنډه یې داچه دحسن رضی الله عنه په تیریدلو سره معاویه رضی الله عنه دمسلمانانو خلیفه (مشر) وټاکل شو، او مسلمانان پرې را جمع شول، چې له همدې کبله نوموړي (۴۱) کال ته (عام الجماعة) هم ویل کیږي.

کله چې معاویه رضی الله عنه کوفی ته راغی او دځان لپاره یې بیعت اخیست نو حسن رضی الله عنه په خپله خطبه کې داسې وویل:

ای خلکو!

الله جل جلاله تاسوته زمونږ دلمړني په واسطه، لارښوونه وکړه، او دوروستي په واسطه دوینو له توییدلو وساتلئ، او دغه کار لره وخت ده، او دغه نړۍ څرخیدونکې ده.

معاویه رضی الله عنه شل کاله حکومت وکړ، او مخکی له مرګه یې دخپل زوی یزید لپاره بیعت واخیست، نو یزید په ۶۱ هجري قمري کال کې دپلار له مرګه وروسته دزور او جبر حکومت څلور کاله ترسره کړ، چې په زمانه کې یې سترې سترې پېښې هم رامینځ ته شوې، هغه داسې چې حسین بن علي رضی الله عنهما یې په شهادت ورساوو، او دمدینې منورې دحرم حراموالی یې ددریو ورځو لپاره دخپل لښکر لپاره مباح کړ، یعنې دوینو تویول یې ځانته روا وګڼل.

په داسې کړنو سره یې دمسلمانانو په زړونو، سیاست، تاریخ اوادب کې ستر ستر ټپونه او پرهرونه وویستل.

کله چې یزید دمرګ پولو ته نیږدی شو نو دخپل زوی چې هغه هم معاویه نومیده، لپاره یې بیعت واخیست، هغه ډیر نیک سړی و.

دواکمنۍ یا خلافت څخه یې څلویښت ورځې تیرې شوې وې چې خلک یې راټول کړل او ورته یې وویل:

ای خلکو! زه ضعیف یم او ستاسو خلافت یا مشري نشم کولای، نو هغه وټاکئ، چې خوښ مو وي. خلکو ورته وویل: خالد راوټاکه! ده ورته وویل: والله ما ستاسو دخلافت یا واکمنۍ مزه نده څکلې نو اوس یې بل ته هم نه وردغاړې کوم، بیا دمنبره راکوز شو، او ویې ویل:

ای خلکو! زما نیکه معاویة (رض) دهغه چاسره چې له ده څخه اهل و، یعنې (علی) کرم الله وجهه، دخلافت په سر جنجال کړی و، او اوس په قبر کې په خپلو ګناهونو او خطاګانو کې بند ده.

بیا زما پلار یزید، واکمني واخیسته چې اهل یې نه و، او په خپلو غوښتنو او خواهشاتو پسې ولاړ، هغه هم په قبرکې په خپلو جرمونو او ګناهونو کې بند ده، او دنبی صلی الله علیه وسلم لمسیان یې په شهادت ورسول، او دحرم شریف حراموالی یې مات کړ.

او زه، نه دهغه په پله ځم او نه هم ستاسو بار وړم، خوښه مو! او کار مو!

والله! که دا دنیا(خیر) ښه وي نو مونږ خپله برخه ورنه لاسته راوړې، او که (شر) وي، نو دابو سفیان دکورنۍ همدومره شر بس ده.

بیا یې وویل خپله مشوره وکړئ او خپل مشر وټاکئ، او خپل کورته ننوت چې څو ورځې وروسته وفات شو.

کله چې وفات شو، نو دحجاز، عراق، مصر، خراسان او فارس خلکو دعبدالله بن زبیر سره دخلافت بیعت وکړ، او دشام اویا اوسنۍ سوریې خلکو مخالفت وکړ، ترڅو چې یې دمروان بن الحکم سره بیعت وکړ.

او په دې سره دسفیاني کورنۍ څخه مروانې کورنې ته خلافت (واکمني) انتقال شوه، بیا دمروان خلافت ډیر دوام ونکړ، او خپل زوی عبدالملک ته یې بیعت واخیست چې هغه دابن زبیرسره خپل مقاومت ؤکړ، ترڅو چې یې په ۷۳ هجري قمري کال کې یې وواژه، او خلافت ټول ده ته پاته شو، او دا کال یې په (عام الجماعة الثاني) باندې ونوماو.

عبدالملک په ۸۶ کال کې ومړ، او زوی (ولید) خلیفه شو، او دده په زمانه اسلامي فتحې زیاتې شولې، تردې چې دده زمانه په فتوحاتو کې د عمر رضی الله عنه له زمانې سره برابره وه.

بیایې ورور سلیمان او ورپسې یې دتره زوی عمر بن عبدالعزیز، بیا یزیدبن عبدالملک، او بیا هشام خلافت وکړ، چې دا خلافت شل کاله وغځیده، وروسته بیا ولید بن یزیدخلیفه شو، چې یو شرابي او لهوګر سړی و، چې مسلمانانو ورباندې کودتا (انقلاب) وکړ، او تره زوی یزید بن الولید یې خلیفه کړ، چې دمسلمانانو ډیر محبوب سړی و.

له هغه وروسته یزید، مروان بن محمدبن مروان  خلیفه  وټاکه، چې دده په لاس په ۱۳۲ کال کې أموي خلافت پای ته ورسېد.

نو له دې رامالومه شوه چې اموي خلافت ټول ۹۲ کاله دوام کړی و، چې له هغه څخه یې سفیاني کورنۍ ۲۴ او مرواني کورنۍ ۶۸ کاله حکومتونه کړي و.

ژباړه: عزت الله (ایمان)

 



About the author

160