د پولیسو اتلولۍ د خلکو د باسوادۍ لامل کېږي

Posted on at


د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې د امنیت نشتوالی د دې لامل شوی، چې په ځینو سیمو کې خلک د سواد زده کړې مرکزونو ته لاسرسی ونه لري.


 


 


پولیس سرتېري کولای شي، د خپلو اتلولیو په پایله کې د امنیت په ټینګولو سره خلکو ته د ډېرو اسانتیاوو او خدمتونو د زمینې د برابرولو تر څنګ سواد او زده کړې هم خلکو ته هدیه کړي.


 


 


د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان، په ډېری ولایتونو کې د سواد زده کړې مرکزونو ته، د خلکو د نه لاسرسي اصلي لامل ناامني بولي او اندېښنه پرې څرګندوي.


 


پولیس سرتېرو تل د امنیت د ټینګښت په لاره کې اتلولۍ زیږولې او په داسې حال کې، چې دغه سرتېري هره ورځ په بېلابېلو پېښو کې یا خو خپل سرونه بایلي او یا هم ټپيان کېږي؛ بیا هم نور سرتېري په ډېره زړورتیا سره خپلې دندې سرته رسوي.


 


 


د پولیس سرتېرو د هڅو پایلې د هېواد په ډېرو سیمو کې لیدلای شو. دا مهال د ټول هېواد په کچه، د سواد زده کړې په شل زره کورسونو کې، شاوخوا شپږ سوه زره تنه د لیک او لوست په زده کړه بوخت دي. د پولیسو د قهرمانیو له امله په دغو سیمو کې د امنیت ټینګښت، دغو کسانو ته چانس ورکړی، چې زده کړې وکړي او باسواده شي.



 


 


د پوهنې وزارت د ویاند په وینا، په تېرو لسو کالونو کې کابو څلور میلیونه تنه د سواد زده کړې په مرکزونو کې د لیک او لوست خاوندان شوي او د هېواد د نالوستو وګړو شمېره، له دولسو میلیونو څخه اتو میلیونو ته راښکته شوې ده.



About the author

ahmad-frogh-waris

graduated from Ghulam Hadir khan high school in 2008, have Bachelor degree in BCS (bachelor in computer science) 2014/3/14 working in a construction company as an IT assistant & admin assistant and a blogger in filmannex.

Subscribe 0
160