د مسلمان ځوان صبر او حكمت

Posted on at


 مسلمان ځوان چی په بهرنی هیواد کی په زد کړه بوخت وه یوه ورځ د خپلو ویښتانو د جوړولو لپاره نائی ته ولاړ، نائی د خپل کار پرمهال دهغه ځوان سره پر مختلفو موضوعګانو خبری وکړی هان تردی چی د الله جل جلاله د


ذات په هکله یی پرخبری پیل وکړ



 


. نائی وویل: زه د الله پر وجود باور نلرم


. ځوان ورته وویل : داسی ولی وایی.


نائی وویل : سرک ته پر ښکته کیدو سمدستی به پوه شی چی الله نشته


. آیا ته راته ویلی شی که الله موجود وی نو دومره ناروغه خلک به مو لیدل؟ او که الله وی نو آیا دومره بی سرپناه او لالهانده ماشومان به مو لیدل؟ طبعا که الله موجود وی دا دردونه زحمتونه مو به نه لیدل. زه تصور نشم کولی چی څه رنګه هغه رحیم معبود د دی ټولو کارونو اجازه ورکوی


. ځوان یوڅو شیبی فکر وکړ خو د نائی خبرو ته یی ځواب ورنکړ ترڅو چی مناقشه یی د نائی سره لا ګرمه نشی او په تاوتریخوالی بدل نشی ......او کله چی د نائی کار پای ته ورسیده ....ځوان د نائی دکان نه دباندی سرک ته راووت یو سړی یی ولید چی ډیر اوږده ویښتان یی دی چی د ډیری ناپاکی نه یو بل سره اوبدل شوی دی او اوږده خیرنه ګیره یی ده چی په خاورو لړل شوی ده ځوان د دی سړی په لیدلو سره په عجلی سره د نائی دکان ته وروه ګرځیده


مسلمان ځوان نائی ته وویل : آیا ته پوهیږی قطعا هیڅ په دونیا کی نائی نشته.


نائی تعجب سره وویل : څنګه کول شی داسی ووایی ؟ زه دلته یم ما څو شیبی مخکی ستا ویښتان درجوړ کړل. ځوان ورته وویل : که چیری دلته نائیان وی نودا سړی به داسی نوو .


نائی ځواب ورګر: نائیان شته خو هغه څه چی تا ولیدل دا په هغه وخت کی موندل کیږی چی هغه خلک مونږ ته نه راځی چی ویښتان یی ورجوړ کړو.


ځوان ورته وویل : عین موضوع د الله جل جلاله په هکله هم ترسره کیږی الله جل جلاله موجود دی خو خلک د ضرورت او حاجت په وخت الله ته رجوع نکوی نو دومره مشکلاتو او دردونو سره مخامخ دی او همدغه سبب دی چی په نړی کی دغه مشکلات او دردونه او تکلیفونه وینی 


مسلمان ځوان هغه ملحد (کافر) په داسی حال پریښوده چی هغه خپل فکراوعقیده ته د الله (جل جلاله) په هکله بیا کتنه کوله


نو عزتمندو ورونو او خویندو د اسلام سپیڅلی  دین ته دعوت او هغه نه دفاع د هر مسلمان اسلامی فریضه او وجیبه ده نو په کارده چی د دغه پوهه اوغښتلی ځوان پشان د صبر حکمت او حوصلی څخه کار واخلی. ترجمه


ترجمه: هاتف



160