سالمه ټاکنه روښانه راتلونکی

Posted on at


 


د ۱۳۹۳کال دولسمشری ټاکنو ته ګوتی په شمار ورځي پاتی دي پدی ورځو کی هرنوماندان خپلی هڅی ګړندۍ کړي دي ترڅو له خلکو څخه رایی ترلاسه کړي ځینو نوماندان داسی وعدی خلکوته ورکوي چی دځینو اقتصادي او سیاسي کارپوهانو په اند ناممکنه بریښي



سره ددی چی دخلکو ګډون په غونډو کی ډير زیات بریښي او دهر نوماندن غونډی ته په زرهاو خلک راځي خوارګ ته به یوازی هغه کس ننوزي چی ډير رایی ترلاسه کړي سره ددی چی زیاتره ټاکنیزټیمونه دقومي مشارکت په اساس منځ ته راغلي ‌دی نه دلیاقت په اساس خو بیاهم هر ټیم خپل ځانګړي پلویان لري



راتلونکی ولسمشر به دپنځه کالو لپاره دچاروواګي">www.tolafghan.com/posts/28828‏">دچاروواګي په لاس کی اخلي


که څه هم چی نوماندان ډير تودی اوِغوړی وعدی خلکو ته ورکوي خو خلک باید چی دچاپه وعدو ونه غولیږي نور باید خلک دقوم ،ژبی ،سمت اومذهب په نامه خپله رایه ونه کاروي


ددغو ټولو نوماندانو سابقه لکه داینی په څير ټول ملت ته معلومه ته دی ملت په دی پوهیږي چی چا څه کړي دي ملت باید نو ر له تیر څخه عبرت واخلي کله چی دیوه هیواد تاریخ لیکل کیږي هغه ددی لپاره لیکل کیږي چی راتلونکی نسل تری عبرت واخلي ترڅودخپلو نیکونو په ویاړونو وویاړي او دبدوکړنو څخه یی عبرت واخلي ترڅودوی تری ډډه وکړي



په همدی ډول ملت هم باید خپله رایه په ډير تدبیر اوفکر سره دنوماندانو پخوانیو کړنو ته په کتو سره وکاروي که چیری مونږدټاکنو په ورځ سمه ټاکنه وکړواو خپل رایه داسی شخص ته وکاروو چی هاغه په ریښتیني ډول سره درایی مستحق وي نو بی له شکه چی یوه روښانه راتلونکی به ولرو



که خدای مکړه  مونږ دخپلی رایی په کارولو کی داحتیاط اودقت څخه کاروانخلو او دی ته دیوه ریښتیني مسولیت په توګه ونه ګورو نو خپله راتلونکی به په لوی لاس سره له خطرسره مخامخ کړو



نوزمونږ یوه رایه زمونږ راتلونکی ټاکي


خپله راتلونکی په خپله رایه وټاکی


 



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160