د پولیسو له هڅو سره سپورت وده کوي

Posted on at


سپورتي خدمتونه هم له هغو امتیازونو څخه دي، چې زموږ هېوادوال حق لري ترې برخمن شي.


سپورت کول د روغتیا او سلامتۍ یوه لاره ده، چې د بشري حقونو پر بنسټ د ټولنې هر وګړی حق لري، چې له دغه امتیاز څخه برخمن وي


پولیس تر اوسه توانېدلي، چې د امنیت په ټینګولو سره، د خلکو د روغتیا او سلامتۍ په برخه کې خپله دنده په ښه توګه سرته ورسوي او د دې ترڅنګ پولیس له خپلو لاډېرو هڅو سره کولای شي، له سپورتي خدمتونو څخه د خلکو د برخمنېدلو په برخه کې، تر پخوا ډېر اغېزمن وي


 


 


د شېرزاد په نامه د هېواد یو فوټبالر وايي: زه د پولیسو د پراخو هڅو له کبله له هغوی څخه مننه کوم او غوښتنه ترې کوم، چې په خپلو لاډېرو هڅو سره د زرګونو هغو هېوادوالو لپاره هم د سپورت کولو زمینه برابره کړي، چې دا مهال له دغه حق نه بې برخې دي


ده وویل: حکومت هڅه کوي، چې هر وګړي ته د هغه بشري حقونه ورکړي، چې په اصل کې د دغه کار د عملي کولو دنده هم د پولیسو په غاړه ده


هارون، چې په کابل کې په یوه کلپ کې سپورت کوي، وايي: پولیس په لاډېرو هڅو سره کولای شي، خلکو ته د سپورت کولو زمینه، چې په ریښتیا هم د دوی حق دی، برابره کړي


 


 


د خلکو لپاره د سپورت د زمینې برابرول باید یوازې د مسوولینو پر غاړه هم نه وي؛ بلکې خپله خلک هم باید په دې برخه کې هڅې وکړي.


د بېلګې په ډول، په کومو سپورتي مرکزونو کې چې فعالیت کوي، باید د هغې سیمې د امنیت په ټینګښت کې هم هڅې وکړي؛ یا هم سپورتي خدمتونو ته د ټولو هېوادوالو د لاسرسي لپاره سپورتي فضا جوړه کړي، ترڅو خلک هم په نژدې ځای کې او په لږ لګښت سره له دغو امکاناتو ګټه پورته کړي.


 


 


سپورت؛ د روغتیا او سلامتۍ تضمین، د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی او نورې ډېرې ګټې لري، نو له همدې کبله سپورت کولو ته د هر وګړي لاسرسی ډېر مهم دی.


سربېره پر دې، چې سپورتي فعالیتونه انسان روغ ساتي، بلکې نن سبا په نړیواله کچه پر یوې سالمې سیالۍ بدل شوي دي، چې پولیس د سپورت لپاره د وړ شرایطو په رامنځته کولو سره، زموږ هېواد ته د ویاړونو په راوړلو کې مهم رول لوبولی شي.


دې ته په پام سره، چې سپورتي امکاناتو ته لاسرسی د هر افغان حق دی؛ له دغو خدمتونو څخه د خلکو د برخمنېدلو په برخه کې پولیس د مهم رول لوبوونکي بللای شو.



About the author

ahmad-frogh-waris

graduated from Ghulam Hadir khan high school in 2008, have Bachelor degree in BCS (bachelor in computer science) 2014/3/14 working in a construction company as an IT assistant & admin assistant and a blogger in filmannex.

Subscribe 0
160