دغاښونو پاکول

Posted on at


دغاښونو پاکول

ډیری خلک داسې فکر کوي چې دغاښونو پاکول یو اسان کار ده، او هیڅ کومې طریقې او لارې ته اړتیا نلري.

خو دنوي عصر ډاکټران داسې عقیده لري، او دوی ته دورځنۍ تجربې نه مالومه شوې چې ډیر خلک د غاښونو دمینځلو او پاکولو په وخت کې ډیرې غلطیانې کوي، چې ددوی غاښونو او وریو ته زیان رسوي.

دغاښونو رنځپوهان او ډاکتران دغاښونو دمینځلو او پاکولو په وخت کې دسالم پاته کیدو لپاره شپږ مادې ښیي چې عملي کول یې مهم دي:

 

 

 

 

 

۱ ـ  بورس باید داسې ونیول شي لکه قلم:

ډاکتران وايي ډیری خلک دغاښونو مینځلو په وخت کې بورس ډیر ټینګ ټینګ په غاښونو باندې مښي، چې دا کار هم غاښونو اوهم وریو ته زیان رسوي، دوی وایي دغاښونو دښه پاکوالی لپاره باید بورس ډیر نرم ونیول شي، او دغه راز باید دنرم یا پاسته بورس څخه کار واخیستل شي.

۲ – دغاښونو مینځل باید له دوو دقیقو کم نوي:

ځینې ډاکتران وایي چې دغاښونو دمینځلو لپاره دوه دقیقې کافي دي، خو ځینې نور بیا درې دقیقې وايي، په داسې حال کې چې دریمه ډله بیا ټاکلی وخت نه ورته نیسي، او وايي چې دا کار ترهر چا پورې فرق کوي.

 

 

 

خو په وروستیو کې ډیری پوهانو په دې اتفاق کړی، چې دغاښونو مینځل باید له ۲-۳ دقیقو پورې دوام وکړي،

 اوکله چې دغاښونو دتارڅخه ګټه واخیستل شي، نو په هغه صورت کې دوه دقیقې کافي دي.

۳ – دغاښونو مینځل باید په دائروي (ګرد) شکل وي:

هغه داسې چې پخوا ډاکترانو دغاښونو دمینځلو لپاره دبورس دمستقیم ښورولو توصیه کړې وه، اما نويو څېړنو ښودلې ده چې دغاښونو دښه پاکولو لپاره د دائروي یا (ګردو) مینځلو طریقه ډیره ښه ده، هغه داسې چې بورس باید په ۴۵ دزاویې درجې کې ونیول شي، او بیا ورو ورو په هر غاښ باندې بېل بېل، په دائروی شکل ومښل شي، ترڅو دبورس بڼکې دوریو لاندې هم ورشي، او هغه ځایونه هم پاک شي، که نشئ کولی هر یوغاښ بېل بېل ومینځئ نو دداسې بورس څخه ګټه واخلئ چې سر یې وړکئ وي.

او له یاده مه باسئ چې دغاښ هر طرف باید ومینځل شي.

 

 ۴ – دمناسب بورس اخیستل:

کله چې غواړې دغاښونو بورس واخلئ، نو حتما دغاښونو دمتخصص ډاکتر سره مشوره وکړئ، او هغه بورس واخلئ چې اندازه یې ستاسو دغاښونو سره برابره وي.

اوبله داچې دغاښو دبورسونو حجم، له یوه رنګه تر بله توپیر کوي.

۵ – لږ تر لږه باید خپل غاښونه دورځې دوه ځلې ومینځئ:

ډاکتران لارښونه کوي چې، په سهار کې دخوب څخه دراپاڅېدو وروسته دغاښونو مینځل مهم ندي، بلکی کله مو چې دسهار چاې وڅکلو بیا غاښونه ومینځئ، ځکه که خپل غاښونه دچایو دڅکلو څخه دمخه ومینځو نو دچایو دڅکلو څخه وروسته به بیا ککړ شي، او دغه راز چې دشپې ویده کیدی، نو خپل غاښونه ومینځئ، تردې چې دشپې لخوا دغاښونو دمینځلو څخه وروسته دمیوې خوړل هم مناسب ندي.

تر ټوله ښه خو لا داده چې، په ورځ کې درې ځلې دهر ځل ډوډۍ خوړلو څخه وروسته غاښونه ومینځل شي.

 

۶ ـ هر درې میاشت باد دبورس بدلول:

 دغاښونو متخصص ډاکتر ښاغلی مارسیلا باجاتوفا وایي چې هر درې میاشتې وروسته باید یوځل بورس تغییر شي، اوکه بورس ډیر خرابیده او بڼکې یې زیاتیدې نو بیا یې هره میاشت بدلول ضرور دي.

دغه راز هغه واړه خولکي یا تنکي بورسونه چې دځان سره ګرځول کیږي

یوه شخصی خبر ده چی تر هر سړی پوری توپیر لری  او همدارنګه د بورس په ځانګړتیا وو پوری اړه لری  ځکه ځینی خلک یې دی یوې اونۍ لپاره او ځینې یې یو او یا دوه ځله کاروي.

ژباړه: عزت الله ایمان



About the author

160