که څه هم دتیرو ټاکنوپه مخ کی ډير ستونزی پرتی وی چی امنیتی ستونزه یی ترټولوستره بلل کیده اوداسی انګیرنه کیده چی ګواګی خلک به دامنیتی ستونزواو دمخالفینو دبریدونوله امله په ټاکنو کی ګډون ونکړي سره ددی چی وسلوالو مخالفینو هم خپله ټوله هڅه وکړه چی په خلکوکی ویره خوره کړي ترڅو خلک ونشی کولای چی خپل مشرپخپله وټاکي خوبیاهم دخلکوپراخ ګډون له هغه څه څخه چی اټکل کیده ډیر زیات وه چی نړیوال ورته ګوته په غاښ پاتی شول.
دخلکو دغه ګډون داسی هیلی راپیداکړلی چی نورنو خلک دزور په مقابل کی چپ نه پاتی کیږي اوله خپله حق څخه په خپله دفاع کوي خلکو وښوده چی دجنګ اوجګړی په ځای نورله سولییزی لاری څخه خپل مشران ټاکي
که څه هم چی په ټاکنوکی درغلیو راپورونه ورکړل شول خوبیاهم هاغومره نه وه لکه چی په تیروولسمشریزه ټاکنوکی ترسره شوي وه که څه هم دغه ټاکنی نسبت تیروټاکنو ته له سیاسی اړخه ډیری مهمه بلل کیږي ځکه چی دهیواد په تاریخ کی به په لومړي ځل سره واک له یوه منتخب ولشمشر څخه بل ولسمشر ته لیږدول کیږي
په اوسنی وخت کی مطبوعاتو هم خلکوته دسیاسی شعورپه ورکولوکی ستره ونډه اخیستی ده همدغه مطبوعات وه چی له نوماندانو سره یی مختلفی مناظری ترسره کړی اودوی خپل پلانونه خلکوته واضح کړل چی دغه کار ټاکنوسره دخلکو لیوالتیا نوره هم زیاته کړه اودوی دیته وهڅیدل چی په لویه کچه په ټاکنوکی ګډون وکړي
خپله نوماندانوهم په ولایتونواومرکز کی پراخی غونډی درلودی چی په زرهاوخلکو پکی ګډون وکړ چی دنوماندانو دغه کړنی ددی سبب شوی چی پلویان یی دخپلی خوښی نوماند دبریالی کولو لپاره خپلی رایی وکاروي .داټول ددی سبب شول چی ملت سیاسی پوهه نوره هم ډيره شي
خو اوس خبره وروستیو پایلو ده چی څوورځي وروسته به اعلان شي دټاکنو کمیسون وایی چی وروستی پایلی به دشکایتونو دڅیړنی څخه وروسته اعلان شي .دواړه کمیسونو باید خپلی چاری په پوره بیطرفی سره سرته ورسوي اوپرینږدي چی زورواکی ددوی چاری تر خپل تاثیر لاندی راولي باید کمیسونونه خپلی کړنی له مطبوعاتو سره شریکی کړي ترڅوټول خلک پوه شی چی ددوی رایی دقدر وړدي اوس ملت هم هوښیار شوی دی او چاته به اجازه ورنکړي چی ددوی په رایه لوبی وکړي او دخپلی رایی څخه به پخپله دفاع وکړي.