ځوانان کولی شی ځانکړی رول د هیواد پرمختک کی ولری

Posted on at

This post is also available in:

 د هیوادونو یو د پرمختکه لارو نه سرمایه ګذاری د راتلونکی ځوانانو نسل باندی یی دی. نوی نسل د فعاله٬ متحرکه٬ زیارونکی او با احساس نیروع په توکه باندی کولی شی د یو ټولنه پرمختک کی یو ښه رول ولری.


د جګړی پایلی سره په افغانستان کی او د زده کړی زمینی برابر کیدل د هیواد ځوانانو لپاره٬ ځوانان ورځ په ورځ باندی د فرهنګی او تعلیمی مراکز سره خپل مینه ښایی او په ډيره مینه باندی په سیاسی٬ اجتماعی٬ فرهنګی او اقتصادی برخو کی خپل فعالیتونه کوی. او د خپل هیواد پرمختک لپاره خپل زیارونه کوی ترڅو چی وکولی شی خپل هیواد لکه د نړی نورو هیوادونو غوندی کړی او د افغانستان خلک وکولی شی په سوکاله کی خپل ژوند تیر کړی.



ویل کیږی چی په نورو هیوادونو کی هره ورځ د ځوانانو نقش په سیاست کی ډير کیږی٬ مګر په افغانستان کی د جګړی له کبله سبب شوی ترڅو چی ځینی سیاسی رهبران د ځوانانو نه سوء کارونه واخلی او د ځوانانو پرمختک مانع په مختلفو برخو کی کیږی.


ځوانان د قوم٬ ژبی او مذهب پر ځای باندی باید د هغو په فکر کی اوسی چی وکولی شی څرنکه خپل هیواد دغه بدمرغی نه وساتی. او یوه د وتلو لاره د دغه بدمرغیو نه وموندی.


له بده مرغه اوس مهال د ځوانانو ګډون د افغانستان سیاسی مسایلو په خاصه توکه باندی په دولت او د اولس په کور کی کم دی٬ ځوانان پخپله باید ابتکار وکړی او د قومی٬ قبیله یی او مذهبی مرزونو تیردولو سره د هیواد سرمایی٬ فکری او ملی ذخایرو په توکه باندی زیار وباسی او وکولی شی د اولس حمایت تر لاسه کړی. او خپل ګډون د هیواد په دولت کی ډیر کړی.



زما په باور باندی مدنی ټولنه او رسانی٬ ورزش او فرهنګ دوه د هغه ځآنکړی شیانو نه دی چی ځوانان د هغو باندی کولی شی د سیاست٬ اقتصاد٬ فرهنګ او ... کی ډیر لوی لوی مقامونه تر لاسه کړی. که څه هم اوس مهال د ځوانان ګډون په سیاست کی لږ تر لږه ډیر شوی دی مګر بیا هم هغومره چی باید وی نه دی.


مګر تر اوسه دولت د ځوانانو لپاره یی کوم ځآنکړی کار نه دی کړی او هغوی ته یی د زده کړی کچه په ښه او معیاری توکه باندی نه ده جوړه کړی او یو شمېر ډير ځوانان د اقتصادی له برخی نه خپلو زده کړو ته پای ورکړی دکار کولو لپاره نورو هیوادونو ته مهاجر کیږی٬ او له بده مرغه یو شمیر ډير یی هماغلته د درون کارونو له کبله مړه کیږی او یا هم د دولتونو له خوا نه د ځینو مسایلو په خاطر باندی اعدام کیږی. مګر د افغانستان دولت د هغو لپاره یی هم کوم کار نه دی کړی.



مګر مګر او مګر ... هیواد ځوانانو فکری کچی پرمختک لپاره یی کوم کار نه دی کړی مګر ځینی ځوانان پخپله مجبوره شوی ترڅو چی اتحادیه٬ انجمن او شورا د خپلو نظراتو او اندیشو لپاره جوړ کړی.


په آخر وینا کی می غواړم چی ووایم چی ځوانان دی چی کولی شی:


د نژاد پرستی روحیه د ملی ګرایی روحیی ته په هیواد کی مبدله کړی


زما د انکس فلم مطالبو لپاره کولی شی دغه لینک وګوری:


http://www.filmannex.com/Enayatullah/blog_post


عنایت الله مایار


 



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160