بیکاری په افغانستان کی

Posted on at


بیکاری په افغانستان کی یوه عامه کله ده ځکه چی که د ډيرو خلکو نه وپوښتی چی ستا دنده څه ده؟ دوی وایی چی ته غواړی څه اوسی... بیکاره


د افغانستان په ټولنه کی حتی د ځوانان او پوه قشر لپاره کی دنده نشته چی د خپل زړه خوښی رشتنی نه هم فارغ شوی دی٬ کار نه پیدا کیږی. تر هغه وخته پوری چی بیسوادانو ته دنده پیدا شی! په افغانستان کی بیسواده خلک د څلور لارو باندی دریږی او خپلی شاو او خوا ته ګوری تر څو چی کوم څوک راشی چی هغو د کارګر په توکه ونیسی او وکولی شی کار وکړی. او هم همدغه بی پیسی او بیکاری ده چی سبب کیږی ځینی خلک خپل ځانونه ووژنی٬ ځکه چی هغوی ته کار نشته او نشی کولی خپل ژوند په هغه ډول چی باید وی نه دی. ځکه ورځ په ورځ په افغانستان کی د شیانو قیمت پورته کیږی او اخیستنه سخته کیږی او حتی نشی کولی چی د یوی شپی ډوډی هم خپل کورنۍ نه چمتو کړی.



ځینی وختونه داسی فکر کوی چی د هغو د حل لار تلل بهرنیو هیوادونو ته به حل شی. او په قاچاقی توکه باندی بهرنی هیوادونو ته ځی او یو شمېر ډير ځوانان په همدغه ډول باندی په مرزونو کی وژل کیږی. او هم یو شمېر خلک د بی پیسی ګی نه غلا کولو او اختتاف ته لاس وهی او د خپل او د بل چا ژوند خرابولو پسی کیږی. او هم ځینی یی د ځینو نورو خلکو سره چی د پیسو داری خبری کوی یوځای کیږی او خپل٬ هموطنانو او د خپلی کورنۍ ژوند برباده کوی.


هو٬ همدغه دی بیکاری ده چی په ورځ کی زرګونه خلک په افغانستان کی د هغو له امله مړه کیږی. او ځینی خلک چی د بهرنیو هیوادونو نه راځی او کله چی د خلکو اقتصادی وضعیت ګوری د هغو نه د خپل ګټی باندی کار اخلی٬ او هغوی د پیسو ورکولو په مقابل کی ځینی ناوړه کارونو ته یی تشویق کوی او د هغوی نه د خپل ساتوونکی په توکه کار اخلی او د ټولنی خرابوول پسی کیږی.



اوس راشی چی د یو بل سره یوځای شو٬ او لاس په لاس ورکړو راشی چی په یو غږ باندی چیغی وکړو او ووایو چی بیکاری بس ده او موږ پخپله د خپل هیواد اقتصادی پرمختک لپاره کار وکړو ترڅو چی د راتلونکی نسل لپاره وکولی شو یو خدمت وکړو او هغوی د دغه ناوړه پدیدی نه وژغورو.



د ښه راتلونه په هیله باندی د ټولو لپاره


د هرات ښځو انکس نورو مطالبو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری:


http://www.filmannex.com/herat-womensannex


عنایت الله مایار



About the author

herat-womensannex

Herat Digital Citizen Fund is subpart ofDigital Citizen Fund based in NYC. Digital Citizen Fund.com is a blogging and film platform that empowers the women and children of Central Asia with a "pay for content" model where bloggers and filmmakers get paid based on their Buzz (performance) Score. Monthly payouts…

Subscribe 0
160